اسپانيا په نيمه پايلوبه کې پرتگال ته مخامخ شوه

Image caption اسپانيا بيا هم کوم ياد گول وهوونکى په لوبډله کې له پيله نه درلود.

د فوټبال لوبې پخواني اتلان وايي د اتلې لوبډلې نخښه په دې کې ده چې لوبه ښه ونه کړي خو برى يې په برخه شي.

دغه کيسه له اسپانيا سره وشوه.

له فرانسې سره په منځلوبه کې يې لوبغاړي ډير ونه ځلېدل خو برى يې په برخه شو.

فرانسه له پيله بې سېکه او بې پلانه ښکارېده او اسپانيا داسې روانه وه لکه د تمرين لوبې ته چې راغلې وي.

اسپانيا بيا هم کوم ياد گول وهوونکى په لوبډله کې له پيله نه درلود.

منځډگري لوبغاړي يې د فارورډانو په توگه لوبول.

د لوبې ١٩ مه دقيقه وه چې له کيڼه لاسه راغلى پاس الانسو ته د فرانسې د ډي دننه يوازې پاتې شو.

د ريال مادريد دغه منځډگري لوبغاړي په سر توپ تر گوله ورساوۀ.

فرانسې په ټوله لوبه کې يوازې يو ځل د اسپانيا گول ساتونکى وځوراوۀ.

نوره يې لوبه د خوند نه وه.

د لوبې په ٩٠ مه دقيقه کې اسپانيا پيناتي هڅه ومونده.

الانسو دغه هڅه په گول بدله کړه او په دې توگه يې د ٢٠٠٠ کال اروپايي اتله فرانسه په منځلوبو کې په اسانۍ ماته کړه.

فرانسه کور ته ستنيږي خو اسپانيا به اوس په منځلوبه کې د کرستيانو رونالدو له پرتگال سره مخامخ وي.

ورته مطالب