ايټاليا په نيمه پايلوبو کې له جرمني سره مخامخ شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption د ایټاليا پېرلو چې منځډگرى يا ميډفيلډ لوبغاړى دى ټوله لوبه څرخوله.

د اروپا د لويې وچې په روانو فوټبال اتلوليو کې د ترسره شويو منځلوبو څلورمه يوه په نه منوونکي ډول تر پينالتي هڅو ورسېده.

د لوبې په لومړي پړاو کې له څو محدودو دقيقو پرته ټوله لوبه له ایټاليا سره وه.

ايټاليايي لوبغاړو بريدونه کول او انگلستان دفاع ته ملا تړلې وه.

د ایټاليا پېرلو چې منځډگرى يا ميډفيلډ لوبغاړى دى ټوله لوبه څرخوله.

پېرلو پر توپ عجيب کنترول درلود داسې ښکارېدل لکه په پښه پورې چې يې سريش موښلي وي او توپ پورې کلک موښتى وي.

د ده لنډ او اوږده پاسونه څو ځلي د دې سبب شول چې يو لوبغاړى د انگلستان گول ساتونکي ته مخامخ شي خو بيا يې هم گول ونه کړ.

د جرمني پخواني کپتان او د متحدو ايالاتو د ملي لوبډلې اوسني روزونکي کلينزمن تر لوبې وروسته وويل که ايټاليا دا لوبه بايللې وه، دا به له لوبې سره ظلم واى.

انگلستان له پيله داسې ښوول چې گواکې د پينالتي هڅو ته يې زړۀ ښه کړى دى.

په پينالتي هڅو کې انگلستان دوه او ايټاليا يوه هڅه ضايع کړه او په دې ډول ايټاليا نيمه پايلوبو ته ورسېده.

په نيمه پايلوبه کې به ايټاليا له جرمني سره او اسپانيا له پرتگال سره مخامخ وي.

ورته مطالب