پخوانۍ اتله اسپانيا د فوټبال پايلوبې ته ورسېده

اسپانيا د انځور حقوق Getty
Image caption د اسپانيا کپتان او گول ساتونکى برلاسى و

د لوبې تر پيل وړاندې هيله دا وه چې دوه په پاسونو مينې لوبډلې به د گول وهلو خورا ډير چانسونه جوړ کړي او خوندوره لوبه به وکړي.

خو اسپانيا داسې پيل وکړ لکه له رونالدو چې وېره لري.

د اسپانيايي لوبغاړو پاسونه نه سره کېدل او پرتگال په پوره قوت پر مخ روان و.

د پرتگال هڅې بې له کومه گوله روانې وې خو هر ځل يې خپل سيال ته خطر جوړاوۀ.

د لوبې دويم پړاو لکه د دوو ملگرو لوبه ارامه او بې خونده روانه وه.

دا اضافي ٣٠ دقيقې وې چې اسپانيا په کې راوېښه شوه او يا ښايي پرتگال په کې ستړى شو.

په اضافي وخت کې اسپانيا څو داسې چانسونه پيدا کړل چې د پرتگال گول ساتونکى يې دفاع ته اړ کړ.

په زړۀ پورې خبره دا وه چې تر پايه اسپانيا کوم گول وهونکى يا فارورډ لوبغاړى ونه لوباوۀ.

کله چې پينالتي هڅې اسپانيا او پرتگال دواړو خپله لومړنۍ هڅه په گول بدله نه کړه د دواړو گول ساتونکي برلاسي شول.

حيرانوونکې خبره دا وه چې د پرتگال کپتان رونالدو پنځمې پينالتۍ ته منتظه پاتې شو.

تر دۀ وړاندې په لومړنيو څلورو کې پرتگال دوه ضايع کړې او اسپانيا په درو گولونو پايلوبې ته ځان ورساوۀ،

په پايلوبه کې به اسپانيا له جرمني يا ايتاليا سره بخت ازمويي چې هغوى بيا د پنجشنبې په ورځ دويمه نيمه پايلوبه کوي.

د يادونې وړ ده چې اسپانيا څلور کاله وړاندې د اروپا د لويې وچې اتلولۍ گټلې وې.

ورته مطالب