د سويس فريډرر د ويمبلډن ټېنېس اتلولي وگټله

د انځور حقوق AFP
Image caption د پايلوبې ليدو ته د برتانيا د شاهي کورنۍ غړي، لومړى وزير او د سکاتلڼد مشر وزير ورغلي وو.

دا اووم ځل دى چې د سويس ٣٠ کلن راجر فريډرر د ويمبلډن ټېنېس اتلولۍ گټي او دا يې اتم وار و چې د دغو سياليو پايلوبې ته رسيږې چې خپله يو ريکارډ دى.

له ده سره سيالي د سکاتلنډ ٢٥ کلن انډې موري کوله چې په لومړي ځل د ويمبلډن پايلوبې ته رسيدلى و.

دوى دواړه په نړيوالو درجه بنديو کې په دريم او څلورم نمبر وو خو د اتلولۍ تر گټلو وروسته فريډرر اوس د نړۍ اول نمبر ټېنېس لوبغاړى شو.

پايلوبه په شنه اسمان کې پيل شوه.

موري په لوبغالي کې د ١٥ زره نندارچيانو د اکثريت له خوا ستايل کېده او له لوبغالي دباندې هم په زرگونو د تلوېزيون په لويه پرده د ده ملاتړ کاوه چې تر لوبغالي يې غږ رسېده.

د پايلوبې ليدو ته د برتانيا د شاهي کورنۍ غړي، لومړى وزير او د سکاتلڼد مشر وزير ورغلي وو.

موري خورا تېزه لوبه پيل کړه او په اوله لوبه کې يې دوه ځله د فريډرر سرويس مات کړ.

که څه هم خپله هم يو ځل د سرويس له ماتېدا سره مخامخ شو خو لوبه يې په اسانۍ شپږ څلور وگټله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د طبعيي هوا نشتوالي د مري لوبې ته تاوان ورساوه.

په دويمه لوبه کې کيسه بدله وه.

تر ډيرو دواړو لوبغاړو خپل سرويس وساته.

خو په پاى کې موري خپل سرويس وبايله او په دې توگه فريډرر اووه پنځه بريالى شو.

دريمه لوبه شپږ درې او څلورمه شپږ څلور د سويسي لوبغاړي په گټه تمامه شوه.

د دريمې او څلورمې لوبې پر وخت د لندن اسمان وريځو پوښلى او پر لوبغالي باران ورېده.

د لوبغالي چت خپور شو او لوبه لکه په بنده خونه کې ترسره شوه.

د طبعيي هوا نشتوالي د موري لوبې ته تاوان ورساوه.

د لوبې په پاى کې موري په ژړغوني غږ له نندارچيانو مننه وکړه او ويې ويل تر نور کله ورنژدې شوى خو بيا به هڅه کوي.

د ويمبلډن پر لوبغالي به د اولمپيک لوبو ټېنېس سيالۍ هم کيږي بې له شکه چې دغو دواړو لوبغاړو ته به د ويمبلدڼ سيالي ښه تجربه وي.

د دغې سيالۍ په گټلو سويسي لوبغاړي څه باندې يو نيم ميليون ډالر وگټل او مري ته څه کم يو ميليون ډالر ورسېدل.

ورته مطالب