افغانستان له ايرلنډ سره څلور ورځنۍ لوبه مساوي کړه

Image caption پاى کې ايرلنډ پوى شو چې د بري هيله يې په ناهيلي اوړي نو لوبه يې تر ټاکلي وخت شپږ اووره وړاندې بس کړه

د څلورمې ورځې په پيل کې لوبغالى او هوا لوبې ته چمتو وه.

دا افغان لوبډلې ته ښه زيرى نه و ځکه چې ايرلنډ په لوبه کې خورا مخته و او يوازې هغوى د بري هيله لرله.

ايرلنډي لوبغاړو د ښې هوا څخه په گټې اخيستو ښه تيزه لوبه وکړه. کله چې يې څلورم لوبغاړى په ٢٥١ منډو سوځېد دوى د افغانستان له لومړنۍ پاڼۍ ١٦٧ منډې مخته و او لا هم د غرمنۍ وقفې ته وخت و.

په همدې وخت کې ايرلنډ افغان لوبغاړو ته په دويم ځل د منډو بلنه ورکړه.

کريم صادق او جاويد احمدي په احتياط لوبه وکړه او د دواړو ملگرتيا تر ١٠٠ منډو واوښته.

جاويد احمدي پنځوسيزه پوره کړه خو کريم چې لومړى وسوځېد لا هم پنځوسو ته نه ورسېدلى.

کريم او جاويد سر په سر وسوځېدل.

خو اصغر ستانکزى ټينگ ودريد او تر پايه يې د لوبې د مساوي کيدا هيله وساتله.

افسر ځاځى، شهزاد محمدي، محمد نبي او نجيب ځدراڼ هم ژر وسوځېدل.

شاپور ځدراڼ تر سميع الله شينواري مخته منډو ته وربلل شو چې وخت ضايع کړي.

Image caption کريم صادق او جاويد احمدي په احتياط لوبه وکړه او د دواړو ملگرتيا تر ١٠٠ منډو واوښته.

همداسې وشول. شاپور په ٢٦ توپونو يوازې يوه منډه وکړه.

کله چې شاپور وسوځېد لا هم لس اوورونه پاتې و.

اصغر ستانکزي خپله پنځوسيزه پوره کړه او ورسره سميع الله شينواري د افغان لوبډلې منډې زياتې کړې.

په پاى کې ايرلنډ پوى شو چې د بري هيله يې په ناهيلي اوړي نو لوبه يې تر ټاکلي وخت شپږ اووره وړاندې بس کړه.

همداسې وشول خو ايرلنډ په اول نوبت کې د ډيرو منډو له برکته شپږ او د لوبې د مساوي کيدا له امله اووه پواينټونه خپل کړل او افغان لوبډلې ته يوازې اووه پواينټونه ورسېدل.

خو افغان لوبغاړي پوهيږي چې يوازې ورښت د دوى د ماتې مخه ونيوله.

ورته مطالب