هند د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړې

هند، پاک، نندارچيان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټاکل شوې وه د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ مياشت کې هند د پاکستان دوره وکړي، خو د امنيتي لاملونو له کبله لغوه شوه.

د هند کرېکټ بورډ ويلي د پاکستان او هند ترمنځ به د کرېکټ لوبې بيا پيل شي او په ډسمبر مياشت کې به د پاکستان لوبډله د هند دوره وکړي.

د هند کرېکټ بورډ دغه پرېکړه نن (دوشنبه، ۱۶ جولای) په نوي ډيلي کې د يوې ناستې پر مهال وکړه.

د بورډ له لوري په يوه وينا کې ويل شوي چې د دريو، يو ورځنۍ لوبو دغه لړۍ به د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په وروستيو او د ۲۰۱۳ په جنورۍ مياشت کې وشي.

د معلوماتو له مخې د دريو لوبو دغه لړۍ به د کرسمس د رخصتيو پر مهال وي، خو د هند کرېکټ بورډ لا هم د دغې فیصلې لپاره د هندي حکومت منظوري ته اړتيا لري.

که حکومت د هند د کرېکټ بورد دغه پرېکړه ومني، نو دا به له ۲۰۰۷ کال راوروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ لومړۍ، لړۍ وي.

په ۲۰۰۸ کال کې د ممبيي له بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ هيڅ لړۍ نه ده ترسره شوې.

ټاکل شوې وه د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ مياشت کې هند د پاکستان دوره وکړي، خو د امنيتي لاملونو له کبله لغوه شوه.

د دغې لړۍ د لغوه کېدو په بدل د سريلنکا ټيم د ښه نيت ښوولو په موخه د پاکستان دوره وکړه، چې د مارچ په دريمه په لاهور ښار کې پرې بريد وشو.

له دغه بريده راوروسته هېڅ بهرنۍ کرېکټ لوبډلې د پاکستان دوره نه کړې.

د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو سياليو هغه لوبې چې ټاکل شوې وه په پاکستان کې وشي، د کرېکټ نړېوالې شورا هغه په هند، بنګلدیش او سريلنکا کې وکړې.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو هند ته سفر درلود او د دواړو لوريو تر خبرو وروسته داسې وويل شول چې نوي ډيلي او اسلام اباد د کرېکټ لوبو د بيا پيل په اړه هم خبرې کړې دي.

ورته مطالب