د اولمپيک دوه لکه نور ټکټونه خرڅېدو ته اماده شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د لندن اولمپيک لوبو پرانسته له رسمي مراسمو دوه ورځې وړاندې د برتانيا او نوي زيلاند د ښځو د فوټبال په لوبې پېلېږي.

د لندن د اولمپيک مسؤولينو چې د فوټبال د سياليو لپاره يې د ۵۰۰ زره ټکټونو د نه خرڅولو پرېکړه کړې وه، د سياليو له پيله ۹ ورځې وړاندې دوه لکه نور ټکټونه خرڅېدو ته وړاندې کړې دي.

د فوټبال سياليو د ټکټونو د نه خرڅولو لامل د لندن د وېمبلې میدان په ګډون په نورو پنځو لوبغالو کې د ځای کمښت ښوول شوی دی.

مسؤولين وايي سره له دې چې تر اوسه د ټولو ټکټونو له جملې ۵۰زره ټکټونه لا پاتي، نور دوه لکه ټکټونه د انلاين له لارې د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي.

د لندن اولمپيک لوبو پرانسته له رسمي مراسمو دوه ورځې وړاندې د جولای په ۲۵مه د برتانيا او نوي زيلاند د ښځو د فوټبال په لوبې پېلېږي.

د ۲۰۱۲ لندن لوبو مشر سباسټين کونې بي بي سي ته ويلي دي چې د دغې سیالۍ لپاره له ۴۰زرو لږ ټکټونه پلورل شوې دي.

ده وويل د هغو ټکټونو د خرڅولو پراخې هڅې کوي، چې لا پاتې دي.

دی وايي: "اوس د لکونو برتانويانو په لاسو کې د اولمپيک ټکټونه دي، او موږ په لومړيو کې د دې ژمنه کړې وه.

شل لکه کسانو د ټکټونو د اخيستو لپاره عريضې کړې وې او موږ په هماغه وخت کې ويلي وو، چې خلک به نورو ټکټونو ته هم لاسرسی ورلري."

دی وايي اوس هم د اولمپيک د منډو، هاکي او بيچ واليبال سياليو نه پرته د اولمپيک د پرانستې او د پای مراسمو قيمتي ټکټونه ترلاسه کېدای شي.

ورته مطالب