کرېکټ: اوول ټېسټ لوبه جنوبي افريقا وګټله

هاشم امله د انځور حقوق Getty
Image caption هاشم آمله پرته له دې چې وسوځي په يوازې سر له ۳۰۰ زياتې منډې وکړې.

په انګلستان کې د جنوبي افریقا کرېکټ لوبډلې د اوول په لوبغالي کې کوربه انګلستان ته په لومړي ټېسټ يا پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبه کې په يوه اننګز يا پاڼۍ او ۱۲ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې په اخري ورځ د انګلستان ټول ټيم په ۲۴۰ منډو وسوځېد، په داسې حال کې جنوبي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې تر دوی ۲۵۲ زياتې منډې کړې وې.

د چارشنبې په ورځ انګلستان د لوبې ټاس يا پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او ټولټال يې ۳۸۵ منډې وکړې چې د الېسټر کک ۱۱۵ منډې هم په کې شاملې وې.

ورپسې جنوبي افريقا لوبه پيل کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د هاشم آمله د ټرپل سنچري یا دريو سليزو او ګریم سمت او ژاک کېلس د يوې یوې سليزې په برکت د دو لوبغاړو په سوځېدو ۶۳۷ منډې وکړې.

هاشم امله پرته له دې چې وسوځي په يوازې سر له ۳۰۰ زياتې منډې وکړې.

د جنوبي افريقا ډلې د دې پاڼۍ لوبه ختمه اعلان کړه او د انکلستان د لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ نه چې ۳۸۵ منډې يې کړې وې، ۲۵۲ منډې زياتې وکړې.

د جنوبي افریقا له لوري ډيل سټين پنځه او عمران طاهر درې وېکټې واخيستې او د خپلې لوبډلې د بري په برخه کې يې مهم رول ولوباوه.

د دغې لوبې په ګټلو سره جنوبي افريقا د دریو ټېسټ لوبو لړۍ کې د يو صفر برتري لري.

د جنوبي افريقا او انګلستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سياليو په لړ کې درې ټيسټ لوبې، پنځه يو ورځنۍ لوبې او درې شل اووريزې لوبې کېږي.

ورته مطالب