لندن اولمپيک: نن د ښځو فوټبال سياليو پيل دی

د خپريدو وخت: 10:24 گرینویچ - چارشنبه 25 جولاې 2012 - 04 زمری 1391

د برتانيا د کلتور وزير جيرمي هېنټ د دغې لوبې د ليدو لپاره لوبغالي ته ورځي.

د ۲۰۱۲ لندن اولمپيک لوبو له پيل نه دوه ورځې وړاندې د لوبو ابتدايي پيل نن (چارشنبه، ۲۵ جولای) د برتانيا او نوي زيلاند د ښځو د فوټبال په لوبه کېږي.

د ښځو د فوټبال دغه لوبه د کارډف د ميلينيم په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د برتانيا د کلتور وزير جيرمي هېنټ د دغې لوبې د ليدو لپاره لوبغالي ته ورځي.

د برتانيا د لوبډلې کپتانه کيسې سټوني وايي د دغې لوبې په جوړېدو به د ښځو په مېنځ کې د فوټبال مينه زياته شي.

دې وويل دا لوبه د نړېوالې کچې ده او د دوو هېوادو ترمنځ نه ده. موږ هېله لرو چې په دغه لوبه کې ښې وځلېږو.

د نوي زيلاند او برتانيې ترمنځ له دې لومړي مېچ وروسته به د کېمرون هېواد او برازيل ترمنځ د فوټبال لوبه وشي.

د اولمپيک لوبو ځای ته په اسانه د لوبغاړو د رسېدو لپاره حکومت په ټولو هغو ورغلو لارو کې يوه خوا لوبغاړو ته بېله کړې چې د لوبو ځای ته ورغلې دي.

دغه ځانګړې لارې به یوازې ځانګړو مېلمنو، لوبغاړو او د هغو خبريالانو پر مخ پرانستې وی چې حکومت په اولمپيک کې د ګډون بلنه ورکړې وی.

هغه کسان چې پرته له اجازې پر دغو ځانګړو لارو ولاړ شي نو ۱۳۰ پونډه جريمه به پرې کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .