د ٢٠١٢ کال د اولمپيک لوبې په لندن کې پيل شوې

د اولمپيک لوبې په لندن کې پيل شوې د انځور حقوق Reuters
Image caption افغانستان داولمپيک په ټاټوبي- يونان پسې دويم هېواد و

د ٢٠١٢ کال د اولمپيک لوبې په رسمي ډول نن ماخوستن د لندن په وخت پر نهو بجو په ځانگړو، له جوشه ډکو او د برتانيا د کلتور ځلوونکو مراسمو سره پيل شوې.

د برتانيا ټولواکمنه او د هغې مېړه د سر سر مخورو څېرو په ډله کې وو چې د لندن په ختيځ کې دغو مراسمو ته وربلل شوي وو.

د مراسمو سيمه څه له پاسه يو ساعت هغو خوځنده تصويرونو نيولې وه چې د برتانيا د ژوندانه بېلابېل اړخونه- د جيمز بانډ له فلمه نيولې بيا تر صنعتي انقلاب، د عامې روغتيا تر برياوو او د کوچنيانو تر ادبيانو پورې برخې يې ځلولې. وروسته د لوبو گډون کوونکي لوبغاړي له خپلو ملي جنډو سره د اولمپيک لوبغالي ته ننه وتل.

افغانستان داولمپيک په ټاټوبي- يونان پسې دويم هېواد و چې د لوبغاړو ډله يې ټيک پر لسو بجو او شلو دقيقو لوبغالي ته ورسېده.

د افغانستان لويه ملي جنډه د تيکواندو د لوبغاړي نثار احمد بهاوي په لاس کې وه او په رپېدو رپېدو د گډونوالو د خوشحاليو په منځ کې تېره شوه. تر جنډې شاته د افغانستان لپاره د اولپمپيک د لومړني مډال گټونکى- روح الله نېکپا او څنگ ته يې يوه افغانه جلۍ په ملي کاليو کې له نورو گډونوالو سره تېر شول.

ورته مطالب