د لندن د دریو اولمپيک لوبو پرتله

د انځور حقوق Other
د لندن د دریو اولمپيک لوبو پرتله
د ۱۹۰۸ کال د اپريل ۲۷ـ اکټوبر ۳۱ پورې د ۱۹۴۸ کال د جولای ۲۹ـ اګست ۱۴ د ۲۰۱۲ کال د جولای ۲۷ ـ اګست ۱۲
د لوبغاړو شمېره له ۲۲ هېوادونه نه ۲۰۳۵ لوبغاړي چې ۳۶ يې ښځې وې. د نړۍ له ۵۹ هېوادونو نه ۴۰۹۹ لوبغاړي چې ۳۸۵ په کې مېرمنې وې. د نړۍ له ۲۰۰ هېوادونو نه ۱۰۴۹۰ لوبغاړي چې سمې نیمايي يې مېرمنې وې
د لوبو شمېره په غه کال کې ۲۲ لوبې کېدې چې په هغو کې سکېټ، پولو د وړو کشتیو ځغاسته او د بایسکل پولو شاملې وې. په هغو ۱۷ ګروپ بنديو کې په لومړي ځل د ښځو پارو وهل او وزن پورته کول شامل شول. باسکېټ بال په همدې کال په داسې لوبه بدله شوه چې په یوه سرپټي لوبغالي کې به تر سره کيږي. د دې تر څنګ په همدې کال د هنرونه وروستۍ سیالي تر سره شوه چې مېمارۍ، مجسمه کښلو او انځورګرۍ ته په کې مډالونه ورکړل شول. په دې کال کې د ښځو سوک وهنه د اولمپيک په لوبو کې شامله شوه.
پرانیستونکي مراسم په دې کال کې په مراسمو کې برخه اخیستونکو کوم ځانګړی یونېفورم نه درلود. فارغانو یوازې عادي سپورټي جامې اغوستې وې خو په ماسپښین کې د هېوادونو پرېډ وشو، ورسره د ډنمارک د نجونو جمناستیک ډلې یوه ننداره وړاندې کړه. په دې کال کې د شاهي کورنۍ د راتلو وروسته د اولمپيک د نړیوالې کمېټې غړو له پاچاه سره ولیدل. په ماسپښین کې د هېوادونو د پريډ تر څنګ د اولمپيک مشعل لوبغالي ته را ورسول شو، ورسره د پرانیستونکې مراسمو مهالوېښ واورول شو او سندرې وويل شوې. سږ کال به فلم جوړوونکی ډاني بایل به د ۲۷ میلیونه پونډو په ارزښت داسې پرانیستونکې ننداره جوړوي چې ۱۰۰۰۰ رضا کاران به په کې برخه اخلي.
لوبغالي
په لندن کې د اولمپيک د تر سره کولو لپاره لومړی لوبغالی د دې ښار په لوېدیځ کې د وایټ سيټي په سیمه کې جوړ شوی و. پر هغه لوبغالي د هغه وخت ۶۰۰۰۰ پونډه چې د اوس له ۵، ۷ میلیونو پونډو سره برابره ده ولګېدې. په لوبغالي کې د ۱۰۰ مترو لامبو لپاره حوض جوړ شو چې په منځ کې يې په کرښو جلا کړی و. په دغه کال کې کیسه لکه د پخواني اولمپيک په شان نه وه ځکه دا لوبې د دوېمې نړیوالې جګړې وروسته تر سره شوې او له هېوادونو سره دومره پېسې نه وې چې نوي لوبغالي جوړ کړي. د لندن د ۲۰۱۲ کال پر اولمپيک شاوخوا ۵۰۰ میلیونه لګښت شوی. په دې لوبغالي کې چې د لندن په ختیځ کې پروت دی د پرانیستونکو مراسمو په ګډون د ختمېدو مراسم هم تر سره شي. د لوبو په وخت کې دغه لوبغالي ۸۰۰۰۰ نندارچیان ځایولی شي.
د لوبو لګښت په دغه کال کې د لوبو سبالښت په بشپړه توګه د مرستندویو ټولنو لخوا شوی وو او د ټکټونو د خرڅلاو له لوري يې لګښت ورکول کېده. د چارواکو په وینا په هغه کال کې په لوبو له ۶۰۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰۰ پوڼدو ولګېدې. (د نن له ۵، ۷ ـ ۷، ۶ میلیونو پونډو سره برابرې دي). په دې کال کې د دوېمې نړیوالې جګړې د بې وزلۍ سره سره هم پر هغو لوبو ۶۰۰۰۰۰ پونډه ولګېدې چې د اوس له ۱۸، ۵ میلیونه پونډو سره بابرې دي. د لوبو د ټکټونو خرڅلاو ۱۰ میلیونه پیسې بېرته پوره کړې. پر سږنیو لوبو ټول ټال ۹، ۳ میلیارده پونډه لګښت راغلی دی خو چارواکي وايي چې د لوبو وروسته ګټې به يې ډېرې وي.
د ټکټونو بیه په دغه کال کې د لوبو پر سمبالونکو نیوکه کېده چې د ټکټونو بیه يې ډېره لوړه ټاکلې وه. په هغه لوبو کې د پورتنیو یا برنیو څوکیو د ټکټ بیه د نن ورځې په نرخ ۱۱ پونډه او ۳۶ پنېسه کېدې. د دغه کال د لوبو د ټکټونو بيې بېلا بېل نرخونه درلودل. د نن ورځې له ۱۲ پونډو نيولې بیا تر ۱۰۰ پورې رسېدې. سږ کال تر ټولو ښه او د پرانیستونکو مراسمو څوکۍ په ۲۰۱۲ پونډو ده. نورو لوبو ته بیې بېلا بېلې وې. د کوچنیانو له ۱۰ پونډو را نیولې بیا تر دوو زرو لوړ هم پلورل کيږي.
د اولمپيک مشعل په دغه لوبو کې د اولمپيک مشعل نه و. دا رواج له ۱۹۲۸ کاله وروسته را ووت. هغه د اولپيک نښې هم وې. هغه بیا په ۱۹۱۴ کال کې رواج شوې. د اولمپيک مشعل د لوبو یوه شپه وړاندې را ورسېده. سږ کال د اولپيک مشعل برتانیا د ۷۰ ورځو په سفر د ۲۰۱۲ کال د مې په ۱۹ را وړل شو. دا مشعل ۸۰۰۰ کسانو په دغه ۷۰ ورځني سفر کې وګرځاوه.
نه هېرېدونکې پېښې
کله چې اټالیايي ځغستونکی دوراندو پېټاري د اوږ واټنو ځغاستو وروستیو شېبو ته ورسېد یو د مینې ډک داستان وزيږيد. دی پر ځمکه وغورځېد، چارواکو ورسره مرسته وکړه چې تر کرښې واوړي. په دې د امریکا له خوا اعتراض وشو. د اوږد واټنو ځغاستو معیاري اندازه ۲۶ مایله او ۳۸۵ ګزه په لومړي ځل وکارول شوه. د خنډ لرونکو امریکايي لوبغاړي هرېسن ډېلارد تر هغه وروسته ۱۰۰ متریزو ځغاستو ته ننوت چې په خپله لوبه کې پاتې راغی. ده او د ده ملګري بارني اېول دواړو په ۱۰، ۳ ثانیو کې ۱۰۰ متره واټن وواهه خو لوبڅار ډېلارد ته طلايي مډال د عکسونو تر لیدو وروسته ورکړ. دا لومړی ځل وو چې اولمپيک لوبو کې د عکس په حساب مډال ورکول کېده. ډېلارد په ۴۰۰متریزه ځغاسته کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و. خورا پیاوړي لوبغاړي خپل بخت ازمايي خو د وېبلډن ټېنېس اتلولیو اووه ځلي اتل راجر فېدرر ښايي د ډېرو پام ځانته ور واړوي.
سپورتي رېکارډونه ۱۰۰ متریزه ځغاسته امریکايي ریګي والکر په ۱۰ دقیقو او اتو ثانیو کې ختمه کړه.امریکايي جانيي هېس اوږد واټنه ځغاسته په دوو ساعتونو او ۵۵ دقیقو کې ختمه کړه.د برتانيا هينري ټيلر ١٥٠٠ متره ازاده لامبو په ٢٢ دقيقو او ٢٨.٤ ثانيو کې بشپړه کړه ۱۰۰ متریزه ځغاسته امريکايي هرېسن ډېلارد په ۱۰ دقیقو او ۳ ثانیو کې ختمه کړه.ارجنتايني دېلفو کبرېرا اوږد واټنه ځغاسته په ۲ ساعتونو او ۳۴ دقیقو کې ختمه کړه.د امريکا جيمز مکلين ١٥٠٠ متره ازاده لامبو په ١٩ دقيقو او ١٨.٥ ثانيو کى ووهله د ۲۰۰۸ کال ۱۰۰ متریزه ځغاسته جېمېکايي یوسېن بولټ په نهو دقیقو او ۶۹ ثانیو کې ختمه کړه.د کینیا سمې وېنجیرو په ۲۰۰۸ کال کې اوږد واټنې ځغاستې په دوه ساعته شپږ دقیقو او ۳۲ ثانیو کې تر سره کړي.د ایټرالیا ګرانت هکېټ په ۲۰۰۸ کال کې ۱۵۰۰۰ متره ازاده لامبو په ۱۴ دقیقو او ۳۸، ۹۲ ثانیو کې تر سره کړه.
برتانوي مډالونه له ۱۴۶ مډالونو نه ۵۶ یې د سرو زرو وو. له ټول ټال ۲۳ مډالونو نه د سرو زرو دریو يې براتانیا په ۱۲ نمبر کې راوسته د ۲۰۰۸ کال په بېجېنګ اولمپيک لوبو کې د برتانیا ټيم ټول ۴۷ مډالونه وګټل چې ۱۹ يې يې د سرو زرو وو.
مالي ملاتړي د اوکسو شرکت د لوبو لپاره د خوړو او څښاک برابرولو رسمي شرکت و چى څښاک، وريجې، کيلې او شيدې يې ورکولې خواړه او تېل په کوپون ورکول کېدل او هغه وخت ملاي ملاتړي هم ډېر لږ وو. د کوکاکولا شرکت په ګډون کورني هغه اډیډاس، بي ام ډبلیو، بريتيش ايروېس، بي ټي اېل، اي ډي او بانکي شرکت لوېډس ټي اس بي دي.
د اولمپيک اتلان
په ٢٠٠٨ کال کى تر سايکل ځغلوونکي کرېس هوای نه وړاندې لامبووهونکی هنري ټېلر هغه برتانوی دی چې په یوه لوبه کې يې د سرو زرو درې مډالونه ګټلي دي. هنري ټېلر وروسته له لوبو استعفی ورکړه او په ۱۹۵۲ کال کې ومړ. د دوو کوچنیانو هالنډۍ مور د خنډونو په ۱۰۰ متریزو، ۲۰۰ متریزو او ۸۰ متریزو ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاټه. دغې مېرمنې ته د پېړۍ د مېرمنې لقب هم ورکړل شو. دا په د ۸۵ کلونو په عمر په ۲۰۰۴ کال کې مړه شوه. د اولمپيک د ۱۰۰ متریزو ځغاستو د بیا ګټلو هیلې د جمیکا یوسین بولټ ته دي. د اولپيک څلور ځلي اتل مایکل جانسن په دې باور دی چې بولټ ۱۰۰ متره ځغاسته په نهه، اعشاریه څلورو ثانیو کې تر سره کولای شي.
رسنۍ په دغه کال کې راډیو او تلوېزیونونه نه وو نو سمبالوونکو هم په لیکونو، ورځپاڼو او مجلو بسنه وکړه چې په لوبو خلک خبر کړي. د دې کال لوبې د رادیو له لار په ۵۸ هېوادونو کې خلکو واورېدې او په برتانیا کې ۵۰۰۰۰۰ خلکو پر تلوېزیونو ولیده. اټکل شوی چې د سږ کال لوبو پرانیستونکی مراسم به په ټوله نړۍ کې شاوخوا څلور میلیارده خلک وويني.
د لوبغاړو استوګن ځایونه په دغه کال لوبغاړو ته ځانګړي استوګنځایونه نه و جوړ شوي او په هوټلونو او کورونو کې ساتل کېدل. دغه کال تر ډېره خلک په پوځي پوستو او ځينو ښوونځیو کې اوسېدل. مېرمنې په خوټلونو او کورونو کې ځای شوې وې. د لوبغاړو لپاره جوړ شوی کلی په ۳۶ هکتاره ځمکه جوړ شوی، ۷۱۲ میلیونه پونډه پرې لګېدلي، ۲۸۱۸ اپارتمانه لري او ۱۱ جلا ودانۍ دي.
ناندرۍ د فنلنډ لوبغاړو ته ویل شوي وو چې د روسيې بېرغ ولېږدوي خو هغوی دا ونه منله او د ایربند لوبغاړو ته امر وشو چې د برتانیا لخوا ولوبيږي، هغوی له لوبو لاس واخیست. د امریکا یو ځغاستونکی په دې له لوبو و ایستل شو چې د بل لوبغاړي مخه يې نويلې وه. دا لوبې د دویمې نړیوالې جګړې له امله ۱۲ کاله وروسته تر سره شوې، جرمني او جاپان ته بلنه ور نه کړل شوه او شوروي اتحاد خپله برخه وا نه خیسته. د چکسلواکیا د اولمپيمک فدارسیون مشره کور ته ستنه نه شوه او وې وويل چې هلته ازادي نه شته. دا د اولپيک په لوبو کې لومړنی سیاسي اووښتون و. د ۲۰۰۸ کال بېجېنګ اولمپيک د مشعل لېږدولو چاره د چین د بشري حقونو د رېکارډ پر ضد اعتراضونو له خنډ سره مخامخ کړه. تر اوسه د لندن د اولمپيک تر ټولو لویه لانجه د امنیت ده.
د بيرد بيې توپير دوه پنسه شپږ پنسه درې پونډه او ۱۷ پنسه
سرچینه: British Olympic Association, Olympic historian Phil Barker, Government Olympic communication