د اولمپيک لوبو د پرانیستنې رسمي مراسم بشپړ شول

د انځور حقوق Getty
Image caption رسمي مراسم په سيمه ييز ماخوستن نهه بجې پرانستل شول

د ٢٠١٢ کال د اولمپيک لوبو د پرانیستنې رسمي مراسم په لندن کې په برېښوونکو نندارو په سيمه ييز وخت تر نيمې شپې ډېر وروسته بشپړ شول.

اټکل و چې دغه اوږده مراسم به چې د برتانيا د تاريخ او کلتور ځلاندې شېبې يې په خوځنده انځورونو کې زرگونو نندارچيانو ته وړاندې کړې، يو ميليارد وگړو په ټوله نړۍ کې پر ټلوېزيون ليدلي وي.

تر رسمي پيل وړاندې د سلطنتي هوايي ځواک يوه ډله الوتکې چې "سره غشي" نومېږي پر داسې حال د درناوي په دود د اولمپيک پر کلي تېرې شوې چې لوگي يې د برتانيا د ملي جنډې د رنگونو په بڼه راوتل.

همدغه مهال (د ماښام پر اتو بجو او دولسو دقيو) د بېگبېن مشهور ساعت د دريوپرله پسې دقيقو لپاره وکړنگېده چې د اولمپيک رارسېدل اعلان کړي.

پر ١٩٥٢ کال د برتانيا د ملکې د پلار- شپږم جورج تر مړينې وروسته لومړى ځل و چې بېگبن د دومره اوږدو شېبو لپاره کړنگا کوله.

رسمي مراسم په سيمه ييز ماخوستن نهه بجې د "تور دو فرانس" په سايکل ځغلونه کې د برتانيا د اتل براډلي وېگېنز له خوا پرانستل شول.

نندارچيانو هغه مهال د خوښۍ زوږ جوړ کړ چې د ټولواکمنې ايليزابت او د مشهور پوليسي فلم- مخبر صفر صفر اووه- د اتل جيمز بانډ ترمنځ د يوې ناشونې کتنې تصوير پر پرده راښکاره شو.

په فلم کې ټولوکمنه لوبغاړي ته وايي: "سهار په خير ښاغلى بانډ" او وروسته دواړه په هيليکوپټر کې سپرېږي چې ظاهرا" د اولمپيک لوبغالي ته ولاړ شي.

وروسته چورلکه د جيمز بانډ د فلمي موسيقۍ په منځ کې د لوبغالي له پاسه راڅرگندېږي او دوه کسه چې يو يې د ټولواکمنې په کاليو کې دى، د لوبغالي له پاسه په پاراشوټ کې راکوزېږي.

په حقيقت کې همدغه مهال ټولواکمنه رېښتيا هم په هماغه کاليو کې چې په فلم کې انځور شوې، د نندارچاينو د حيرانتيا په څپو کې، د اولمپيک لوبغالي ته ورننه وځي.

لوبغالي ته د اولمپيک د ډيوې رسول هم تر وروستۍ شېبې پټ ساتل شوي وو. وروسته روښانه شوه چې دغه کار د انگلنډ وتلي فوټبال لوبغاړي او مخکني کپټان- ډېوېډ بېکېم ته سپارل شوى و چې د تيمز په سين کې په يوه چټکه ماشيني جاله کې تېر شو او ډيوه يې د ښار په ختيځ کې د اولمپيک لوبغالي ته ورسوله.

د ماخوستن تر لسو بجو وروسته د گډون کوونکو هېوادو لوبغاړو ډلو له خپلو ملي جنډو ته سره لوبغالي ته ننه وتل پيل کړل. د دود له مخې د يونان ډله چې د اولمپيک د لوبو پيل له دغه هېواده شوى تر ټولو دمخه تېره شوه.

خو افغانستان لومړنى هېواد و چې لوبغاړي يې پر لوبغالي راښکاره شول.

د افغانستان لويه ملي جنډه د تيکواندو د لوبغاړي نثار احمد بهاوي په لاس کې وه او په رپېدو رپېدو د گډونوالو د خوشحاليو په منځ کې تېره شوه.

تر جنډې شاته د افغانستان لپاره د اولمپيک د لومړني مډال گټونکى- روح الله نېکپا او څنگ ته يې په ملي کاليو کې افغانه ځغستونکې - تهمينه کوهستاني روان ول.

د افغان ډلې تر تېرېدو لږ وروسته مو په داسې حال کې چې لا مراسم روان و، د افغانستان د اولمپيک ملي کميټې مشر ظاهر اغبر په اولمپيک لوبغالي کې وموند چې ددغې شېبې په اړه خپل احساسات راسره شريک کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب