د بیټ مینټن دوه لوبغاړۍ له اولمپیک نه و ایستل شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سویلي کوریا روزونکي تور پورې کړی چې چینايي لوبغاړو په لاسي ډول غوښتل چې لوبه وبایلي

چین د هغو تورونو په اړه پلټنه کوي چې وايي د اولمپیک په سیالي کې د بیټ مینټن دوه و چینايي لوبغاړو هڅه کوله چې په لاسي ډول لوبه وبايلي.

همدارنگه کله چې دوهو کوريايي لوبغاړو او یوه اندونیزیايي لوبغاړي لوبه کوله ، نو نندارچيانو شور جوړ کړ چې گنې دوى سمه لوبه نه کوي.د بيټ منټن نړيوال فدراسيون به اوس د دغو لوبغاړو پرضد گامونه اوچتوي .

ځینو لوبغاړو ویلي چې منځ لوبو ته له وتلو وروسته یې هڅه کوله چې خپله انرژي سپما کړي. خو د سویلي کوریا روزونکي تور پورې کړی چې چینايي لوبغاړو په لاسي ډول غوښتل چې لوبه وبایلي.

دغه لوبغاړي اوس له لوبو ایستل شوي، خو سویلي کوریا او اندونیزیا غوښتنه کوي چې دغو لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي چې بيرته لوبو کې ورگډ شي.

د لندن اولمپیک پنځمه ورځ

د لندن د اولمپيک لوبو دنورو پرمختگونو په لړ کې اوکراين د کشتۍ زغلونې په سيالي کې د سرو زرو لومړى مډال گټلى دى .

اوکرايني ميرمنو د کشتۍ په څلور کسيزې سيالۍ کې جرمني ته ماته ورکړه . په دې ډول جرمني د سپينوزرو مډال او دامريکا متحده ايالتونو د برونزو يا ژيړو مډال ترلاسه کړ .

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوکرايني ميرمنو د کشتۍ په څلور کسيزې سيالۍ کې جرمني ته ماته ورکړه

تردې دمخه، د برتانيا دوه و ښځينه وو لوبغاړو هيلن گلويراو هيټرستنينگ د کشتۍ زغلونې په دوه کسيزې سيالۍ کې د سرو زرو مډال وگاټۀ.

د ميزد سر تينس کې چينايي لوبغاړې د سرو زرو مډال خپل کړ.

بلې خواته د جمناستيک د څانگې يوه ازبکه لوبغاړه، لويزا گلولينه وروسته له هغې له لوبو وايستل شوه چې ميتازو کې يې د بندو درملو نښې وموندل شوي.

د مډالونو شمېر

لوبو کې د مډالونو د گټلو له پلوه تراوسه پورې چين ترټولو مخکې روان دى. دې هېواد تراوسه پورې اوه ويشت مډالونه گټلي دي چې پنځلس يې د سرو زرو دي.

د امريکا متحده ايالتونه د سرو زرو د نهه مډالونو په گډون د شپږ ويشت مډالو په لرلو سره دويم ځاى لري او فرانسه دريم ځاى لري چې د سرو زرو د پنځو مډالونو په گډون دولس مډاله يې گټلي دي.

کوربه هيواد برتانيا اوس لسم ځاى لري. برتانيا اته مډالونه گټلي دي چې يوازې دوه يې د سرو زرو دي.

ورته مطالب