تهمينې کوهستانۍ خپل ريکارډ مات خو لوبه وبايلله

Image caption تر لوبو وړاندې له رسنيو سره په مرکه کې تهمينې ويلي و چې گټل او بايلل ورته مهم نه دي بلکې هڅه يې دا ده چې نورې افغانې نجونې وهڅوي.

د لندن اولمپيک د ۱۰۰ متره ځغاستو په لومړۍ سيالۍ کې د افغانستان يوازينۍ ځغستونکې پاتې راغله خو د خپل لوبيز ژوند ريکارډ يې مات کړ.

تهمينه کوهستانۍ د نهو ځغستونکو په کتار کې د ١٤.٤٢ ثانيو په ځغاسته کې وروستۍ راغله چې له گټونکې او د پاپو نيوگيني له تويا ويسل څخه نژدې درې ثانيې شاته وه.

په ځغاسته کې پرله پسې تمرين، روزنه او امکانات مهم دي ځکه چې هره ثانيه په کې د گټلو او بايللو سبب کيږي.

تهمينې تر دې وړاندې په خپل لوبيز ژوند کې ۱۰۰ متره ځغاسته په دومره چټکۍ نه وه ترسره کړې او په دې توگه يې خپل ريکارډ ټينگ کړ.

تر لوبو وړاندې له رسنيو سره په مرکه کې تهمينې ويلي و چې گټل او بايلل ورته مهم نه دي بلکې هڅه يې دا ده چې نورې افغانې نجونې وهڅوي.

د خوالۀ په رسنيو کې د افغانانو غبرگون ته په پام سره ښايي د تهمينې دغه هيله تر يوه ځايه پوره شوې وي.

افغانانو تهمينه ستايلې او ډېرو پرې شاباسی ويلى چې په خورا سختو شرايطو کې يې ښه ځغاسته وکړه او د هېواد استازيتوب يې وکړ.

Image caption تهمينې تر دې وړاندې په خپل لوبيز ژوند کې ۱۰۰ متره ځغاسته په دومره چټکۍ نه وه ترسره کړې او په دې توگه يې خپل ريکارډ ټينگ کړ.

افغانستان په لومړي ځل په ١٩٣٦ کال کې په اولمپيک لوبو کې برخه اخيستې وه چې هلته هم په ځغاستو او هاکي لوبو کې افغان لوبغاړي په لوبه بوخت وو.

افغان ځغستونکو کله په اولمپيک لوبه کې مډال نه دى گټلى خو د دغې لوبې مينه وال وايي که د ځغاستې لپاره ځاى، روزنه او نور امکانات برابر شي نو که په لنډ واټنو ځغاستو کې نه وي لږ تر لږه په اوږد واټنو ځغاستو کې افغان لوبغاړي خپله وړتيا ژر ښوولى شي.

همدا رنګه د اولمپيک لوبو په اوومه ورځ، چين او امريکا د مډالونو تر لاسه کولو له پلوه کابو اوږه په اوږه پرمخ روان دي.

که څه هم چې د امريکا د متحده ايالتونو د لوبغاړو له لوري د ترلاسه شويو مډالونو شمېر اوس ۳۷ ته رسېدلى.

او تر چين درې ډېر دي خو چين له دې کبله لاهم د لست په سر کې ځاى لري چې د سپينو زرو مډالونه يې ترامريکا ډېر دي.

دوى دواړو د سرو زرو ۱۸ ۱۸ مډالونه گټلي دي. جنوبي کوريا چې په ټوله کې يې ۱۴مډالونه گټلي دي.

او ۷ يې د سرو زرو دي د اولمپيک په لوبو کې دريم ځاى لري. خو تېر ۲۴ ساعتونه د برتانیا لپاره له برياو ډک وو.

برتانيا په همدې موده کې د سرو زرو څلور مډالونه وگټل چې له دې سره يې د سرو زرو د مډالونو ټوليز شمېر۶ ته ورسېد او په لوبو کې يې څلورم ځاى خپل کړ.

ورته مطالب