'اوپن فن فوټبال' افغان زلمیانو ته فسټیوال برابر کړ

اوپن فن فوټبال د انځور حقوق
Image caption اوپن فن فوټبال سکولز په ډنمارک کې جوړ شوی سازمان دی، چې ډله ییزو لوبو ته د ماشومانو د هڅولو لپاره کار کوي.

''اوپن فن فوټبال'' نومي سازمان دا ځل د نژدې دوه سوه افغان ماشومانو تر منځ د فوټبال لوبو د فسټیوال یوه لړۍ جوړه کړې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤولین وايي دغه ډول فسټیوال به د دې لوبې لپاره په افغانستان کې د بنسټ موندلو او د جګړه ځپلو ماشومانو ترمنځ د دې لوبې په دود ګرځولو کې مرسته وکړي.

په هغه لوبغالي کې، چې نوی جوړ شوی دی او په غولي يې مصنوعي شین فرش غوړېدلی و، دې ماشومانو د لوبو په شنو زرغونو کالیو کې فوټبال لوبه کوله او د خوښۍ نارې یې وهلې.

د دغه سازمان مقصد هم دادی، چې جنګ ځپلي ماشومان په دغه ډول ډله ییزو لوبو کې نژدې والی او دوستي تجربه کړي، یو بل وپېژني، له یوه بل نه زده کړه وکړي او له یوه بل سره دوستي وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ښوونکي علي عسکري لعلي راته په دې اړه داسې وویل:

''په دې توګه موږ غواړو په خپل هېواد کې د فوټبال د لوبې دودولو لپاره کار وکړو. موږ دغه راز غواړو فوټبال د داسې یوې وسیلې په توګه عام کړو، چې په افغانستان کې د سولې او کرارۍلپاره ورڅخه کار واخیستل شي. موږ غواړو په دې وسیله ماشومان له هغو کارونو لرې وساتو، چې زموږ د ټولنې لپاره مناسب نه دي. دغه ډول فسټیوالونه نه یوازې د فوټبال لپاره ګټور دي، بلکې په ټولنه کې د سولي او کرارۍ لپاره د یوه چاپېریال په رامنځ ته کولو کې هم مرسته کوي.''

دغه ماشومان د کابل ښار له بېلابېلو ښوونځیو دغه لوبغالي ته راوستل شوي وو، چې د لوبو په اړه ټول خوښ ښکارېدل.

چارواکي وايي په راتلونکې کې به د ولایتونو د ماشومانو ترمنځ هم د دغه ډول لوبو کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د دوی په خبره، دغه ډول لوبې په عامه کچه د فوټبال رواجولو په لړ کې مرسته کوي او د پیاوړو لوبډلو د جوړولو لپاره د کم عمره ماشومانو په هڅولو کې هم مرسته کولای شي.

اوپن فن فوټبال سکولز په ډنمارک کې جوړ شوی سازمان دی، چې ډله ییزو لوبو ته د ماشومانو د هڅولو لپاره کار کوي.

په خاص ډول د فوټبال لوبې ته د ماشومانو له هڅولو نه د دغه سازمان هدف د جنګ جګړو او تاو تریخوالي په ځای لوبو ته د هغوی پام اړول دي.

د دغه سازمان په نوښت په ۱۹۹۸ کال د بوسنیا هرزه ګوېنا د ماشومانو تر منځ هم د فوټبال دغه ډول فسټیوالونه جوړ شوي وو.

ورته مطالب