نېکپا منځلوبه وبایلله خو د برونز چانس لري

Image caption د ۶۸ کیلو کرام وزن تکواندو ټولې سیالۍ نن تر سره کېږي چې البته نېکپا نور د لوبې چانس نه لري.

د تکواندو افغان لوبغاړي روح الله نېکپا سره چې خپله لومړنۍ لوبه یې په ښو نومرو سره وګټله بخت یاري ونه کړه او منځ لوبه یې د خپل ایراني سیال ته وبایلله.

دغه لوبه چې درې پړاونه یې درلودل ۴ – ۴ مساوي ختمه شوه خو په اضافي وخت کې ایرانې سیال یوه نومره واخیسته او لوبه یې وګټله.

د نېکپا ایراني سیال محمد باقري معتمد پاي لوبه ته ورسید نو له دې سره نېکپا ته د برونز یا ژیړو مډال ګټلو چانس پېدا شو. نېکپا باید د مرکزي افریقا او بریتانیاوي لوبغاړو سره سیالي وکړي نو که بریالی شو د ژېړو مډال به تر لاسه کړي.

د لوبې د اضافي وخت قانون دا دې چې هر چا لومړۍ نومره واخیسته هغه ګټونکی دی نو همداسې وشول. ایراني سیال نومره واخیسته او لوبه یې وګټله.

د لوبې په لومړي پړاو کې نېکپا د ایراني لوبغاړي نه یو صفر شاته و خو په دریم پړاو کې نېکپا خپل سیال په سر وواهه او دری نومرې یې واخیستلې.

وروسته بیا ایراني دوه نومرې تر لاسه کړې.

د ۶۸ کیلو کرام وزن تکواندو ټولې سیالۍ نن تر سره کېږي چې البته نېکپا په کې د لوبې چانس هم لري.

نثار احمد بهاوي

له نېکپا وروسته اوس د افغانانو سترګی نثار احمد بهاوي ته اوښتې دي. نېکپا او بهاوي هغه دوه لوبغاړي دي چې افغانانو ته یې ډیر مډالونه ګټلي دي.

خو روح الله نېکپا یوازینی افغان لوبغاړی دی چې د بیجینګ په اولمپیک لوبو کې یې د ژیړو یا برونزو مډال کټلی دی.

نثار احمد بهاوي چې د اولمپیک لوبو کوم مډال نه لري سبا ته به لوبېږي خو ښاغلی بهاوي وایي تکل یې کړی چې د اولمپیک لوبو نه به ډک لاس هېواد ته ستون شي.

د ښاغلي بهاوي په وینا له هر راز سیالیو یې مډالونه ترلاسه کړي خو د اولمپیک له لوبو کوم مډال نه لري نو له همدې امله یې تصمیم نیولی چې دا ویاړ هم هېواد ته په برخه کړي.

ورته مطالب