روح الله نېکپا خپله لومړنۍ لوبه وګټله

Image caption د ښاغلي نیکپا دویمه لوبه له ایراني سیال سره په څو ساعتونو کې کیدونکې ده.

د افغانستان له لورې په اولمپیک کې یوازینی مډال ګټونکی روح الله نېکپا د ۲۰۱۲ لندن اولمپیک کې د پولنډ له لوينسکي سره په تکواندو لوبه کې خپله لومړنۍ لوبه وګټله.

نېکپا د اول پړوانه تر دریمه ډیره ښه لوبه وکړه او په ټولو پړاونو کې د خپل پولنډي سیال نه مخکې و.

نيکپا په اول پړاو کې دوه یو مخکې و، دویمه پړاو کې په پنځو نمرو مخکې و او د دریم پړاو ترپایه یې ۱۲ نمرې وګټلې.

پولنډي لوبغاړي د لوبې تر پایه ټول ټال پنځه نمرې وګټلې.

د ۶۸ کیلو کرام وزن تکواندو ټولې سیالۍ نن تر سره کېږي. نېکپا باید دوه نورې لوبې وګټي چې د سرو زرو مډال ته ورسېږي.

د لوبې په مخامخ ننداره چیانو کې یو شمېر افغانان هم وو چې د افغانستان بیرغونه یې رپول.

د ښاغلي نیکپا دویمه لوبه له ایراني سیال سره په څو ساعتونو کې کیدونکې ده.

روح الله نېکپا او نثار احمد بهاوي هغه دوه لوبغاړي دي چې افغانان ترې د مډال ګټولو هيله لري.

نثار احمد بهاوي به سبا ته لوبېږي.

بیجنګ کې د ۵۸ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د روح الله نېکپا دریم مقام ګټل د افغانستان په سپورټي تاریخ کې یو نوی باب پرانیست. هغه هېواد ته د یو ملي اتل په بڼه کې راستون شو.

نیکپا د بیجنګ اولمپیک لوبې وروسته ویلي و چې په اولمپیک کې زما یوازیني مډال افغانان سره یو کړل او د مختلف نژادي ډلو په یوالي کې یې مرسته وکړه. اوس ټیکواندو په افغانستان کې د سولې سمبول ګرځیدلی دی.

نیکپا وایي ټیکواندو افغانانو او په خاصه توګه ځوانانو ته یوه نوې ولوله او هیله ور بخښلې ده.

هغه وایې سپورټ افغانانو ته روحیه او پر ځانونو باور ورکړی دی.

اوس نو د ټولو افغانانو سترګې د سرو زرو پر مډال دي.

ورته مطالب