ټپي شوي بهاوي د ژيړو مډال و نه موند

د ۸۰ کیلو ګرامه وزن افغان تکواندو ستوري نثار احمد بهاوي له خپل ايټالیایي سیال څخه د ژيړو د مډال لپاره لوبه په وروستیو شېبو کې وبایلله.

ايټالیايي لوبغاړی ماریو نه یوازې په ونه تر نثار بهاوي لږ لوړ و بلکې په سټه هم روغ رمټ وو.

دا دواړه چارې د تکواندو لوبې لپاره خورا مهمې دي.

ماریو چې په پېجېنګ اولمپيک کې يې هم د سپينو زرو مډال ګټلی وو ښه لوبېده خو ټپي شوي نثار احمد بهاوي داسې لوبه ورسره کوله لکه ټپونه چې يې هیر وي.

د لوبې لومړني دوه پړاوه بې له کوم پواینټه مساوي ختم شول.

د درېيم او وروستي پړاو په نیمايي کې چې نثار احمد بهاوي له خپلو ټپونو رنځېده ماریو یو پواینټ تر لاسه کړ.

د سیالۍ یوازې ۴۰ ثانیې پاته وې چې د ماریو پواینټ او بهاوي ټپونو پر افغان ستوري فشار لا ډېر کړ.

هغه وو چې لوبه يې څلور صفر وبایلله او د ژيړو مډال يې ونه ګوټ.

د ټپي شوي بهاوي له دې ماتې سره د لندن اولمپيک د افغانو لوبغاړو لپاره د روح الله نېکپا په یوازېني مډال پای ته رسېږي.

ورته مطالب