نثار بهاوي خپله لومړۍ لوبه وگټله

Image caption په دوېم پړاو کې بهاوي ټپي شو، انگوښېد او تر ډېره په مځکه پروت و.

مراکشی عصام چنابي په درجه بنديو کې دوېم نمبر لوبغاړى بلل شوى او په دې توگه لوبه ور سره اسانه نه ده.

خو افغان ستوري بهاوي لوبه داسې پيل کړه لکه په درجه بنديو کې چې دى ترې وړاندې وي.

د لوبې په لومړۍ شېبه کې بهاوي د عصام چنابي په ټټر گوزار وکړ او يو پواينټ يې واخيست.

د لومړي پړاو په پاى کې بهاوي خپله دغه وړتيا بيا تکرار کړه او په دې توگه يې لومړى پړاو دوه صفر وگاټه.

په دوېم پړاو کې بهاوي ټپي شو، انگوښېد او تر ډېره په مځکه پروت و.

عصام له دغه حالته گټه واخيسته او د بهاوي په سر يې لغته ووهله چې درې پواينټونه يې ترلاسه کړل.

په دې کې د بهاوي ټپي کېدو هم رول درلود خو بې پامي يې هم جوته وه.

داسې ښکارېدل چې بهاوي د پواينټونو تختې ته گوري او په بې پامۍ کې يې داسې لغته په سر ولگېده چې ښايي ځان يې ترې ساتلى واى.

په درېیم پړاو کې هم بهاوي ټپي ټپي ميدان ته راغى.

دفاع ته يې ملا وتړله او چې وخت راغى په ټټر يې گوزار وکړ او پواينټونه يې مساوي کړل.

د لوبې په وروستۍ شېبه کې بهاوي بل پواينټ ترلاسه کړ، دا پواينټ د مراکشي لوبغاړي پرله پسې فولونو ورکړ او په دې توگه د نړيوالو اتلوليو درېيم نمبر لوبغاړي او د افريقا اتل عصام چنابي ماتې وخوړه او افغان ستورى منځلوبو يا کواټر فاينل ته ورسېد.

بهاوي به اوس د ارجنتاين له يوه سيال سره منځلوبه کوي.

که يې وگټله نيمه پايلوبو ته رسيږي او که يې وبايلله د ژيړو د مډال گټلو ته دوه نورې لوبې مومي هغسې چې روح الله نېکپا موندلې وې او په برياليتوب يې په ژيړو بدلې کړې.