کرېکټ: پاکستان افغانستان ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه

د انځور حقوق
Image caption د دغې لوبې په ګټلو سره پاکستان دوه پواينټونه واخيستل او افغانستان هېڅ پواينټ ونه ګاټه.

د ۱۹ کلنو د کرېکټ په نړېوال جام کې پاکستان د افغانستان لوبډلې ته په خپلې لومړنۍ لوبه کې په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ په اسټراليا کې کېږي او افغانستان د ټولو لوبغاړو په سر ايله ۱۴۴ منډې وکړې.

افغان لوبډلې پچه يا ټاس وګاټه او لومړی يې پاکستاني لوري ته د توپ وهلو يا بېټنګ کولو بلنه ورکړه چې پرېکړه يې سمه ونه خته.

افغان توپ ویشتونکو يا بالرانو که څه هم په لومړيو کې پاکستاني لوبغاړي را ایسار کړي وو او د ۱۴۰ منډو په شاوخوا کې يې د هغوی د سر سر پنځه لوبغاړي سوځولي وو.

خو د پاکستان لوبډله د بابر اعظم د ۷۵ منډو په برکت د شپږو لوبغاړو په سوځېدو وتوانېده چې افغانستان ته د ۲۵۴ منډو هدف وټاکي.

د پاکستان د منډو اوسط په اوور کې پنځه اعشاره شپږ وو.

افغان بالرانو، يامين احمدزي او سید شېرزاد دوه دوه مخالف لوبغاړي وسوځول او شبير نوري یو پاکستانی بېټسمين وسوځاوه.

ورپسې افغان لوبډلې د ۲۵۴ منډو هدف د ترلاسه کولو په نيت منډې پيل کړې، چې په لومړي سر کې افغان توپ وهونکو د پاکستاني بالرانو ښه مقابله کوله.

خو وروسته د پنځم لوبغاړي له سوځېدو نورو افغان توپ وهونکو د پاکستاني بالرانو سيالي ونه شوه کړی او ټول افغان لوبغاړي په ۴۵ اوور کې په ۱۴۴ منډو وسوځېدل.

یوازنی افغان لوبغاړی چې د پاکستاني بالرانو پر وړاندې په مېدان کې ولاړ وو، حشمت الله شهيدی وو چې ۵۰ منډې يې وکړې.

د افغانستان لپاره محب الله پاک ۳۰ او جاوېد احمدي ۲۰ منډې وکړې.

پاکستاني توپ ويشتونکي یا بالر ضياء الحق څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

د دغې لوبې په ګټلو سره پاکستان دوه پواينټونه وګټل.

د لوبې غوره لوبغاړی بابر اعظم وټاکل شو چې د پاکستان لپاره يې ۷۵ منډې وکړې.

ورته مطالب