د لندن اولمپيک ۱۵مه ورځ

د انځور حقوق Reuters
Image caption مو (محمد) فراه او مېرمن يې

د اولمپيک لوبې که څه هم گڼې سيالۍ لري خو د ځغاستې هغه يې ډېرې د پام وړ وي.

د لندن اولمپيک کې د جامېکا یوسين بولټ د دوو سرو زرو مډالونو په گټلو او د نړۍ د تر ټولو چټک سړي د لقب پر گټلو د ډېرو پام ځان ته اړولى دى.

دی به نن ماخوستن يو وار بيا د څلور کسيز څلور ۴۰۰ متره ځغاستې لپاره ميدان ته وځي.

دا ځل به دى يوازى نه وي، د جامېکا درې نور ځغستونکي به هم ورسره وي.

که چېرې يې دا ځغاسته هم وگټله نو بې له شکه چې د اولمپيک په اتلانو کى به يې نوم د کاڼې کرښه وي.

د ٥٠٠٠ متره اوږد واټنې ځغاستې پايلوبه هم د پام وړ سيالي ده چې د برتانيا مو فراه په کې بخت ازمايي.

ده د ١٠ زره متره ځغاستې سيالي تېره اوونۍ گټلى وه.

د هاکي په لوبه کې برتانيا له استراليا سره د ژېړو د مډال لپاره سيالي کوي، د سرو زرو او سپينو زرو مډال ته جرمني او هالنډ يو بل ته مخامخ دي.

د لامبو په لس متره ټوپ کې به نن ماښام اتل معلوميږي.

د برتانيا ١٨ کلن ټام ډيلي ته د ډېرو سترگې دي خو چينايي لامبوزن به په اسانه ماتې ونه خوري.

چينايي لوبغاړي د سرو زرو په ٣٧ مډالونو اوس په دوېيم نمبر دي او امريکايانو ٤١ مډالونه گټلي دي.

د افغانستان په گاونډيو کې ايران د سرو زرو څلور د سپين زرو پنځه او د ژيړو يو مډال لري، ازبکستان د ژيړو درې او تاجکستان د افغانستان غوندې د ژيړو يو مډال گټلى دى.

ترکمنستان او پاکستان تش لاس دي.

ورته مطالب