د ۲۰۱۲ لندن اولمپيک ۱۶ او وروستۍ ورځ

لندن اولمپيک د انځور حقوق Reuters
Image caption د لندن له اولمپيک لوبو وروسته پارا اولمپيک لوبې پيلېږي چې د افغانستان لوبغاړي هم په کې برخه لري.

نن د لندن اولمپيک شپاړلسمه او وروستۍ ورځ ده چې کوربانه په کې لږ تر لږه د سرو دوو نورو مډالونو ته په تمه دي.

پرون د هغوى د سرو مډالونو شمېر ٢٨ ته ورسېد او بې له شکه يې وتلى ستورى محمد فرح و چې د پنځو زرو مترو په ځغاسته کې اتل شو.

صدراعظم ډېوېډ کمرون دغه ٢٩ کلن سومالي الاصله ځغستونکى "افسانوي لوبغاړى او د برتانيا رېښتونى اتل وباله."

د لندن د اولمپيک سمبالوونکي لارډ کو هم په ورته ستاينه کې محمد فرح "په تاريخ کې د برتانيا تر ټولو وتلى ځغستونکى وباله."

ښاغلي فرح تر دې وړاندې د لسو زرو مترو د ځغاستې سيالي هم گټلې او د سرو مډال يې تر لاسه کړى و.

برتانيا همدا اوس ټول ٦٢ مډالونه لري چې څلور کاله د مخه د بيجنگ تر لوبو پنځلس پورته دي او د گټونکو په کتار کې يې درېيم ځاى ټينگ کړی دى.

په سر کې امريکا راځي چې د ٤٤ سرو په گډون ټول ١٠٢ مډاله لري. ورپسې د چين ځاى دى چې ٢٨ سره او ټول ٨٧ مډالونه لري.

پرون دغه راز جميکايي لوبغاړي يوسين بولټ د څلور سوه مترو ريلي منډې په ترڅ کې نړيوال ريکارډ ټينگ کړ او په دې ډول يې د لندن د لوبو د سرو درييم مډال تر لاسه کړ.

د دريو هېوادو ملي سرود

نن د ورځې په وروستيو کې به د لوبو د پايته رسېدو مراسم وي چې سمبالوونکي يې "د برتانيا د موزيک سمفوني بولي" او موخه يې په نيمه پېړۍ کې د برتانوي موسيقۍ د بريا نمانځل دي.

د مراسمو په ترڅ کې به د گډون کوونکو هېوادو لوبغاړي په يون تېريږي، خو دا ځل به د هېوادونو پر بنسټ نه وي او ټول به گډ ځي.

يوازې د دريو هېوادو ملي سرودونه به غږېږي: د يونان چې د اولمپيک د لوبو اصلي ټاټوبى دى، د برتانيا چې د اوسنيو لوبو کوربه و او د برازيل چې د ٢٠١٦ کال لوبې به په کې ترسره کېږي.

د مراسمو په پاى کې به د لندن ښاروال د اولمپيک د نړيوالې کميټې د مشر له لارې د اولپميک د لوبو جنډه د راتلونکي کوربه په توگه د ريودي جينيرو ښاروال ته وسپاري او وروسته به د اولمپيک ډېوه مړه شي.

د يادونې ده چې د اولمپيک تر دې لوبو وروسته د نړۍ د معيوبو لوبغاړو په گډون د پاراولمپيک لوبې پيليږي چې لږ څه له پاسه يوه اوونۍ به روانې وي.

په دغو لوبو کې هم له افغانستان نه لوبغاړي برخه لري.

په لندن کې چارواکي وايي چې د پاراولمپيک څلورمې لوبې به د ټولواکمنې ايليزابت له خوا د آگست پر ٢٩ پرانستل شي او د سپټمبر تر نهمې به روانې وي.

ورته مطالب