د لندن اولمپيک ۱۶ ورځې مهمې پېښې

د انځور حقوق AP
Image caption په اوږد واټنو ځغاستو کې تل ليدل شوي دي چې د ايتوپيا او کينيا ځغاستونکي تر نورو وړاندې دي.

د لندن اولمپيک په وروستۍ ورځ د سرو زرو ټول مډالونه گټل شوي وو چې امريکا په کې ۴۶ ترلاسه کړي او تر چين وړاندى و.

د وروستۍ ورځې تر ټولو ډېر مډالونه د سوک وهنې په لوبه کې دي چې پنځه دي او د بېلا بېلو وزنونو سيالۍ دي.

د غېږ نيونې په ٦٠ کيلو گرامه او ٩٦ کيلو گرامه وزن کې هم د سرو زرو دوه مډالونه شته.

د سړو واليبال لوبې به هم نن د سرو زرو مډال گټي خو ټول پام د څه باندې ٣٠ کيلو متره اوږد واټنې ځغاستې ته دى چې د لندن په زړه کې ترسره شوه.

په اوږد واټنو ځغاستو کې تل ليدل شوي دي چې د ايتوپيا او کينيا ځغاستونکي تر نورو وړاندې دي.

خو د ايتوپيا د اوږد واټنو ځغاستو لپاره د لوبډلې په انتخاب تر سياليو وړاندې لا ناندرۍ روانې وې.

ايتوپيا خپل نړيوال اتل اولمپيک لوبو ته نه دى را لېږلى بلکې سږ کال د دوبي د اوږد واټنو ځغاستو اتل يې رالېږلى دى چې د ځغاستو د تبصره کوونکو په وينا تېروتنه ده.

ښايي همدا دليل وي چې ايتوپيا دا ځل په اوږدو واټنو ځغاستو کې مډال و نه موند بلکې د يوگندا سېيفن کپوچي په دوه ساعته او اته دقيقو ځغاستو کې د سرو زرو مډال وگاټه او د ډېرو گوتې يې په غاښ کړې.

هيچا له ده د سرو زرو د گټلو هيله نه لرله.

کينيا د سپينو زرو او ژېړو مډال خپل کړ او د لوبغاړو د انتخاب په سر په لانجه بوخته ايتوپيا تش لاس ستنه شوه.

د لندن پر وخت د ماخوستن په نهه بجې به د اولمپيک د مخه ښه نندارې وي.

په دغه محفل کې به د برازيل د ريوو دې ژېنېرو ښاروال د ٢٠١٦ کال اولمپيک سياليو د تر سره کولو لپاره رامخته کيږي و اته دقيقې به برازيليان نړيوالو ته ښيي چې څلور کاله وروسته دوى څه نيت لري.

خو تر هغو وړاندې د روانې ميلادي مياشتې په پاى کې د معيوبينو اولمپيک لوبې په لندن کې پېليږي چې که د اوسنيو لوبو په څېر بريالې وي د ډېرو شاباسى به وگټي.

ورته مطالب