افغانستان او گاونډيان يې په اولمپيک کې

د خپريدو وخت: 14:51 گرینویچ - سه شنبه 14 اگست 2012 - 24 زمری 1391

چين د لندن په اولمپيک لوبو کې يوازې له متحدو ايالاتو شاته پاتې شو او له نورو ټولو ٢٠٢ هېوادونو مخته وو.

د افغانستان د گاونډيو هېوادونو لپاره د لندن اولمپيک تر نورو د ايران لپاره ډير بريالى و چې د خپل تاريخ تر ټولو ډير مډالونه يې په کې وگټل، ازبکستان په کې تر څلور کاله پخوا شاته پاتې شو. د نورو هم خونده نه وه.

د لوبو په ډگر کې د افغانستان په گاونډيو کې چين لوى نړيوال ځواک دى.

چين د لندن په اولمپيک لوبو کې يوازې له متحدو ايالاتو شاته پاتې شو او له نورو ټولو ٢٠٢ هېوادونو مخته وو.

که چين هېر کړو په نورو افغان گاونډيو کې لندن اولمپيک د ايران لپاره تر ټولو بريالى و.

ايران چې د معاصرو اولمپيک لوبو له هغه پيله په دغو سياليو کې برخه اخيستې دا ځل يې ١٢ مډالونه وگټل چې څلور يې د سرو زرو وو.

ايران په ١٩٨٠ او ١٩٨٤ کال کې اولمپيک لوبو کې د سياسي دلايلو له امله برخه نه وه اخيستې خو په نورو ټولو کې يې گډون کړى و.

د ايران غيږ نيوونکو دا ځل ډير مډالونه خپل کړل.

پاکستاني لوبغاړي چې له ١٩٤٨ کال څخه په اولمپيک لوبو کې برخه اخلي دا ځل تش لاس کور ته ستانۀ شول.

پاکستان په وروستي ځل په ١٩٩٢ کال کې د اولمپيک يو مډال گټلى و چې د هاکي په لوبه کې و.

د منځنۍ اسيا درې افغان گاونډي له ١٩٩٦ کال څخه په اولمپيک لوبو کې د خپلواکو هېوادونو په توگه برخه اخلي.

تر هغه وړاندې دوى د شوروي اتحاد په استازيتوب په اولمپيک لوبو کې لوبېدل.

ازبکستان چې په ٢٠٠٨ کال کې د شپږو مډالونو گټونکى و دا ځل يوازې څلور مډالونه خپل کړل چې يو يې د سرو زرو و.

تاجکستان چې د افغانستان غوندې خپل لومړنى اولمپيک مډال د بيجينگ په سياليو کې گټلى و دا ځل يې هم د ژيړو مډال خپل کړ.

ترکمنستان لا هم د اولمپيک لومړني مډال ته سترگې په لاره دى.

د اولمپيک په لوبو کې د مډالونو گټل د لوبو د ډگر د کارپوهانو په وينا لوى کاري پلان غواړي.

طبعيي استعداد، د لوبغاړو هوډ او چمتووالى او مالي امکانات ډير يادوي.

خو که د اولمپيک فيدراسيونونو له لورې وار دمخه ښه پلان جوړ شي او هغه لوبې په گوته شي چې د مډال گټلو امکان په کې چارواکي ويني نو د اولمپيک په سياليو کې ښه ځلېدلى شي.

برتانيا چې د لندن اولمپيک لوبو کوربه هېواد و ١٦ کاله وړاندې د سرو زرو يوازې يو مډال گټلى و.

خو د اوږدمهالي پروگرام ترمخه وتوانيدل چې دا ځل د سرو ٢٩ مډالونه وگټي.

چين چې درې لسيزې وړاندې په اولمپيک لوبو کې خورا شاته و اوس پر لوى لوبيز ځواک بدل شوى دى.

د لوبو د ډگر کارپوهان وايي که د افغانستان اولمپيک فيدراسيون هم سر له اوسه د ٢٠١٦ کال لوبو ته پلان جوړ کړي نو دا امکان شته چې مډالونه يې ډير شي.

د دوى په وينا افغان اولمپيک فيدراسيون بايد داسې لوبې سر له اوسه په نخښه کړي چې د مډال گټلو امکان په کې ويني.

د هغو لوبو پر لوبغاړو که کار وکړي، سيمه ييزو سياليو ته يې وليږي دا امکان شته چې د ژيړو يوازينى مډال يې په سپينو يا سرو بدل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .