افغانستان سکاټلنډ ته په نړيوالو اتلوليو کې ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 08:37 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

کپتان جاوېد احمدي په یوازې سر ۷۱ منډې وکړې او لوبه يې له بايللو راوګرځوله.

له پاکستان او نيوزيلنډ څخه تر ماتې وروسته افغان تنکي ځوانان نا هيلي ښکاريدل چې له سکاتلند سره په لوبه کې هم دغه ناهيلي په پيل کې ښکاره وه.

افغان لوبغاړو په لوبډله کې څو بدلونونه راوستي و او په دريم پر له پسې ځل يې هم د پيل منډه جوړونکې جوړه بدله کړې وه.

د پيل جوړې يوازې ٣٥ منډې وکړې خو کپتان جاويد احمدي ودريد او ٧١ منډې يې وکړې چې د خپلې لوبډلې تر ټولو ډيرې وې.

د افغانستان په ځوانانو کې ويکټ ساتونکي افسر ځاځي هم ښه لوبه وکړه خو نور لوبغاړي ونه دريدل.

١٩ کلنو افغان لوبغاړو په ٤٩ اوور کې خپل ټول لوبغاړي په ١٩٠ منډو له لاسه ورکړل.

سکاتلنډ ښه پيل درلود.

که څه هم په دغو سياليو کې د افغانستان تر ټولو بريالى بالر شيرزاد بيا هم ښه روان و او سکاتلنديانو ته يې ستونزې پيدا کولې خو په ١٣٥ منډو د سکاتلند يوازې درې لوبغاړي سوځيدلي و او داسې ښکاريده چې لوبه يې گټلې ده.

د شيرزاد او يامين احمدزي ښه بالينگ او د افغان لوبغاړو ښه توپ ټولول يا فيلډينگ د دې سبب شو چې سکاتلنديان پرله پسې لوبغاړي له لاسه ورکړي.

په وروستيو دريو اوورونو کې سکاتلنډ ته يوازې يو لوبغاړى پاتې و خو د منډو او توپونو شميره يوه وه.

په ٤٩ اوور کې چې يامين احمدزي وکړ يوازې يوه منډه وشوه او په دې توگه سکاتلند په وروستي اوور کې ١٢ منډو ته اړتيا لرله.

د دغه اوور په دويم توپ د سکاتلند وروستى لوبغاړى د منډې په هڅه وسوځېد.

په دې توگه افغانستان دا لوبه په لسو منډو وگټله.

افغانستان که څه هم له پاکستانه خپله لومړنۍ لوبه په لوى توپير بايللې وه خو له نيوزيلنډ سره يې ښه لوبه کړې وه او په ترڅ کې يې په اتو منډو هغه لوبه بايللې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .