"استراليا به مو نړيوالو اتلوليو ته چمتو کړي"

د خپريدو وخت: 10:25 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391
نوروز منگل او کلارک

د افغانستان کپتان نوروز منگل له خپل استراليايي سيال کلارک سره د يو ورځنۍ سيالۍ لپاره شېبې شماري

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ ( د اگست ٢٥) په شارجه کې له استراليا سره يوه ورځنۍ رسمي نړيواله لوبه کوي.

دا لومړى ځل دى چې دغه دوه هېوادونه د کريکټ په ډگر کې يو بل ته مخامخيږي.

افغانستان له ٢٠٠٩ کال څخه راهيسته د نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو دريځ موندلى دى خو د نړۍ له پياوړو ١٠ کريکټ لوبډلو سره به د دوى دا دويمه لوبه وي.

تر دې وړاندې افغانستان له پاکستان سره يوه لوبه کړې وه.

د افغانستان پخواني تيز بالر دولت احمدزي چې اوس د ملي لوبډلې د بالينگ د برخې روزونکى دى له بي بي سي سره په خبرو کې ډاډ وښود چې د پاکستان تر لوبې به دا ځل افغان لوبغاړي ښه وځليږي.

د استراليا د لوبډلې ځينو لوبغاړو ويلي چې د افغانستان د ورو يا سپېين بالرانو له خوا ښايي ورته سرخوږى جوړ شي.

دولت احمدزى هم دغه خبره مني او وايي له سميع الله شينواري او محمد نبي سره جوخت دا ځل يو بل نوى سپين بالر هم لري چې رحمت شاه نوميږي او ١٩ کلن لوبغاړى دى.

افغان بالينگ روزونکي د لوبډلې په باب څه ونه ويل خو وار د مخه دا جوته شوې ده چې تېز بالر حميد حسن او د ١٩ کلنو د لوبډلې کپتان جاويد احمدي په دغې سيالۍ کې نشته.

استراليا د کريکټ په يو ورځنيو لوبو کې د ځينو په گومان هغه دريځ لري چې په فوټبال کې برازيل لرلى دى.

دوى تر اوسه څلور ځله د کريکټ د يو ورځنيو نړيوالو اتلوليو جام پورته کړى دى چې تر بل هر هېواد ډير دى.

تر څو مياشتو وړاندې پورې لا استراليا په نړيوالو درجه بنديو کې په اول نمبر وه خو اوس په دريم دريځ کې ده.

د کريکټ لوبې څارونکي وايي چې د استراليا تېز بالران او پياوړي منډه جوړونکي به افغان لوبډلې ته ډيرې ستونزې پيدا کړي.

دولت احمدزى دا مني خو ورسره وايي چې د تيرو څو اوونيو په تمرينونو کې يې پر خپلو کمزوريو کار کړى دى.

پخوانى تيز افغان بالر دولت احمدزى وايي له استراليا سره دا لوبه به دوى په دې وپوهوي چې په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې به له هند او انگلستان سره څه ډول حالت سره مخامخيږي.

د دولت احمدزي په وينا دوى کولى شي چې له استراليا سره په لوبه کې خپلې تېروتنې معلومې کړي.

د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په لوبو کې افغانستان له هند او انگلينډ سره د سپتمبر په مياشت کې مخامخ دى.

د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کوربه سرېلنکا ده چې لوبغالي يې ورو بالرانو ته غوره ښکاري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .