پارالمپیک توپير څه دی؟

د خپريدو وخت: 07:43 گرینویچ - پنجشنبه 30 اگست 2012 - 09 وږی 1391
پراالمپیکس

د پرا المپکس د یو شمېر لوبغاړو عمرونه د نورو په پرتله ډېر دي

د لندن اولمپیک له بریالیتوب وروسته د پارا لمپیک په هکله خورا ډېر جوش او خروش لېدل کیږي، خو د دې لوبو تر منځ توپیر څه دی؟

که څه هم د دواړو د نوم په وروستۍ برخه کې (لمپکس) راځي، خو پارالمپیک اولمپیک نه دي. په دې کې د اولمپیک د مشهورو پنځو دايرو لپاره هيڅ ډول ځای نشته.

په پارالمپک کې د دې دایرو په ځاي درې داسې نښانونه دي چې بڼه يي سپوږمۍ ته ورته ده. دغه نښان "ایجي ټوس" بلل کیږي او د سره، زرغون او او شنه رنګ دغه نښانونه د پارالمپیک د ماټواستازیتوب کوي، یانې"سپرټ ان موشن" او یا متحرکه جذبه.

اولمپیک او پارالمپیک کمیټۍ جلا دي. د دواړو لوبو تنظیمونه ځانګړي دي. د اولمپیک نړیواله کمیټه د اولمپیک لوبو لپاره ده او نړیواله پارالمپیک کمیټه د پارا المپیک لوبو کړه وړه سمبالوي.

لومړۍ پارالمپیک لوبې په ۱۹۶۰ کال کې د روم اولمپیک لوبو له کېدو یوه اوونۍ وروسته وشوې. او په ۱۹۶۴ کال کې د توکیو اولمپیک لوبو له ختمېدو سمدستې وروسته هم دغه لوبې وشوې.

خو په ۱۹۶۸ کال کې چې په مکسیکو کې د اولمپیک لوبې پای ته ورسېدې نو د نوموړي ښار مسوولینو د پارالمپیک لوبو لپاره له انتظاماتو کولو انکار وکړ. هغه لوبې بیا د مکسیکو په ځای په تل ابیب کې و شوې.

له هغه وروسته پارالمپیک لوبې د اولمپیک لوبو نه په جلا ځایونو کې تر سره کېدې. په ۱۹۸۸ کال کې چې د کوریا په سوول کې اولمپیک لوبې وشوې، نو له دې سمدستې وروسته پارالمپیکس لوبې هم وشوې.

په دوه زره لومړي کال کې یو قانون تصویب شو، چې له مخې یي باید پارالمپیک لوبې هم په هغه ښار کې وشي، چې اولمپک لوبې پکې کیږي.

درجه بندي

په پارالمپیک کې داسې نه کیږي چې یو ړوند ایتهلیټ دې له یوه داسې ایتهلیټ سره د ځغاستې په سیالي کې برخه واخلي، چې د فلج په ناروغۍ اخته وي، خو د فلج د ناروغ سیالي له داسې لوبغاړي سره ممکن ده، چې بدن یې پڅه وده کوي.

د دې درجه بندۍ لپاره لوبغاړي له سختو ازمېنو څخه تېریږي او په دې بهیر کې ‌‌طبي ماهرین د دوﺉ درجه بندي کوي.لامبو دیارلس درجې لري. په لومړي پړاو کې یې هغه لوبغاړي راځي، چې ناروغي يي ډېره وي، مثلاً داسې لوبغاړي، چې د بدن له غړو محروم وي، یا هغه لوبغاړي، چې د ملا په تېر ټپي وي.

له اس یوولس نه تراس دیارلس پورې هغه لوبغاړو ته ځای ورکول کیږي، چې د نظر اړوند مسایلو ښکار وي، په اس څوارلس کېټوګرۍ کې بیا هغو لوبغاړو ته ځای ورکول کیږي چې په عاقلانه توګه معلول وي.

لوبې هغه دي، خو بیاهم بل ډول:

په پارالمپیکس کې لوبې د اولمپیک په څېر دي، خو البته دا لوبې په څو بیلا بیلو درجو وېشل شوې دي، په دې کې پراستېټکس، ویل چیر او انساني لارښود شامل دي.

ویل چیر، رګبي او والي بال داسې لوبې دي، چې لوبغاړي پکې ناست وي او د ړندو کسانو د فوټبال لوبو په لېدو د لوبو مینه وال سمدستې پوهیږي چې دا لوبې له نوروهغو چې دوﺉ يي خوښوي، ځانکړې دي.

د ړندو د فوټبال توپ لږ غورځي او په مینځ کې يې د دې لپاره بال بېرنګونه ایښي وي، چې لوبغاړي يي د حرکت غږ واوري.

د لوبې میدان کوچنی وي او خواوشاته يي داسې بورډ لګېدلی وي، چې نه یوازې د توپ د تلو مخه نیسي، بلکې د توپ او قدمونو غږ هم منعکس کوي، چې دا له لوبغاړو سره مرسته کوي.

د ګول ساتونکی بینا کس يي خو له ګول نه د باهر وتلو اجازه نه لري. دا چې ړانده لوبغاړي د غږ په مرسته لوبه کوي، ځکه نو د دې لوبې نندارچیان هم اجازه نه لري چې شور او زوږ وکړي.

د پارالمپیکس ځانګړې لوبې:

ګرد بال: د دریو ړندو کسانو دوه ټیمونه په مستطیل لوبغالي کې دغه لوبه کوي. د لوبي هدف د مخالف لوري ګول ته د هغه توپ غورځول وي چې شرنګوني ورپورې غوټه وي، خو د مخالف ټیم غړي بیا د خپل بدن د غړو په وسیله ګول ته د ننوتو نه ددې توپ د مخنیوي هڅه کوي.

بوچا: په بوچا کې د پارالمپیکس تر ټولو زیات معلول لوبغاړي برخه اخلي. بوچا انډور لوبه ده، چې پکې لوبغاړي هڅه کوي د بالنګ په څېر توپ هدف ته نژدې وغورځوي.

لاسرسی

په پارالمپیکس کې د نندارچیانو لپاره ایښي چوکۍ یا خو له خپله ځایه لرې کیږي او یا یی هم په ترتیب کې بدلو ن راوستل کیږي، چې د لا زیاتو ویل چیرونو لپاره ځاي وموندل شي.

نابینا نندارچیانو ته د غږ اورېدو لپاره الات ورکول کیږي او کاڼه کسان لویو ټيلویزوني پردو ته څېرمه کښېنول کیږي، چې وکولای شی د لوبغاړو حرکتونه له نژدې وویني.

له ړندو لامبو وهونکو سره ټيپر یا ټک ورکونکي مرسته کوي. د ډانګ په سر پورې یو پوست توپ غوټه وي، کله چې لامبو وهونکي ټاکلي ځای ته ورسیږي، دغه توپ يي په کرار له سر سره ولګیږي.

دغه اشاره دا معانا لري، چې لامبو وهونکی د ډنډ سر ته رسېدلی دی. د دغه ټیپر شتون لامبو وهونکی ډاډه کوي، چې د ډنډ له دیوال سره له ټکر کېدو پرته لامبو ووهي. مارسیلو سوګیو موري د برازیل پارا المپکس ټیم له دوو ټیپرانو څخه یو دی.

د دوه زره څلورم په ایتنز پارالمپیکس کې د خپلې خور لپاره د ټیپر دنده تر سره کړې وه، چې د پنځوس متره فري اسټایل سیالیو د سروزرو مډال يي د ځان کړی و.

"دا یو ډول د دریو پښو ځغاستې( تهري لیګ رېس ) ته ورته کار دی، خو په دی کې بنده د د پښو په ځای په لاسونو تړلی وي."

دی وايي. موږ توپ د لامبو وهونکي له سر سره هغه مهال وهو، چې هغه د ډنډ له پای څخه له دوو تر څلورو مترو پورې لرې وي. دی وايي د دې لپاره په ګډه تمرین کوو او په یوه بل باور کول اړین دي.

دړندو لوبغاړو لپاره لارښود:

له ړندو او یا لږ ړندو لوبغاړو سره په څنګ کې یو لارښود هم موجود وي. په عام ډول لارښود او لوبغاړی له یوه بل سره په پړي تړلي وي او لارښود د لوبغاړي لپاره د هغه د سترګو کار کوي.

ټریسي هنټن او لبي ګلیګ به پارالمپیکس کې په همدې ډول د بریتانیا استازیتوب وکړي. کلیګ به په دوه سوه او سل متره ځغاسته کې برخه واخلي. دا به له خپل لارښود میکایل هګنز سره د فزیوتهراپی د یوه ټیوب په وسیله غوټه وي.

دا وايي: دا یو ډول د دریو پښو ځغاستې( تهري لیګ رېس ) ته ورته کار دی، خو په دی کې بنده د د پښو په ځای په لاسونو تړلی وي.

"په مناسب ډول د ځغاستې لپاره تاسي هوارې ته اړتیا لرﺉ، ستاسي د تګ او قدمونو تر منځ واټن باید سم وي".

کلیګ د سل متره واټن ځغاسته په دوولس اعشاریه څلور، یوه ثاینو کې سر ته رسولای شي.

عمر

د پارالمپیک نندارچیانو به لیدلي وي، چې په دې لوبو کې د یو شمېر ګډونکونکو عمرونه د نورو لوبغاړو په پرتله یو څه ډېر وي.

د مثال په توګه سږ کال په ومبلډن کې دا پوښتنه وشوه، چې روجر فیډرر به د دېرش کلنۍ له پاخه عمره وروسته تر څو پورې لوبیږي.

خو په پارالمپیک کې د ګډون کونکي ټینس چمپین پیټر نورفورک عمر یو پنځوس کالو ته رسیږي. نور فورک په ایتنز او او بیجینګ اولمپیکس کې د سروزرو مډالونه ګټلي وو او دا مهال په نړیوال رینکینګ کې دریم ځای لري.

د بریتانیې د ړندو د فوټبال ټیم د کپتان ډیوډ کلارک عمر دا مهال یو څلوېښت کاله دی. د بوچا نایجل مري د اته څلوېښتو ده او غشي وېشتونکې کېټ مري درې شپېته کلنه ده.

د دې یوه وجه داده، چې معلول ایتهلیټ ډېر وخت له معلول کېدو وروسته لوبې د بیا روغېدو لپاره کاروي.

دوهمه وجه لږ پیچلې ده. د اولمپیک د ګډونوالو په پرتله د پارالمپیک د لوبغاړو شمېر لږ وي. د معلولو لوبغاړو لپاره امکاناتو ته نه لاسرسی او د روزونکو نه شتون د دغه ډول مسایلو سببونه دي.

"څرګنده ده، چې یو شمېر لوبغاړي داسې شته، چې د ملاتېر يي ټپي شوی وی او دوﺉ د درد ارامولو لپاره درملو ته اړتیا لري، خو دوﺉ کله نا کله د اولمپیک لوبغاړو په څېر د سا لنډي او یا شکرې غوندې ناروغیو لپاره هم درملو ته اړتیا لري."

په دې سربېره په ځان بې باوري او د تجربې لږوالی هم د دې سبب کیږي.

د ممنوع درملو ازموینه:

د پارالمپیک د لوبغاړو لپاره هم د ممنوع درملو لړ لیک هماغه دی، چې د نورو لوبغاړو لپاره ټاکل شوی دی. هغه لوبغاړي، چې د درد د ارام او یا کوم بل مقصد لپاره درمل کاروي، اړ دي چې ځانګړې اجازه واخلي.

د اولمپیک په څېر دلته هم یوه طبي کمیټه د هر غوښتنلیک په اړه غور کوي. په بریتانیا کې د ممنوع درملو د مخنیوي د عملیاتو مشر سیپسټیډ وايي: "داسې ناسم پوهاوی عام دی، چې د پرا اولمپیک ډېر ګډونوال به درمل کاروي، خو داسې نه ده".

"څرګنده ده، چې یو شمېر لوبغاړي داسې شته، چې د ملاتېر يي ټپي شوی وی او دوﺉ د درد ارامولو لپاره درملو ته اړتیا لري، خو دوﺉ کله نا کله د اولمپیک لوبغاړو په څېر د سا لنډي او یا شکرې غوندې ناروغیو لپاره هم درملو ته اړتیا لري".

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .