پارالمپيک ۴ ورځ: په مډالونو کې چين مخکې دی

د خپريدو وخت: 16:04 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

برتانوۍ ايلي سيمونډس ( Ellie Simmonds) او د جنوبي افريقا معلول لوبغاړی اوسکار پيستوريس (Oscar Pistorius).

لندن کې د پارالمپيک لوبو په څلورمه ورځ د جنوبي افريقا يوه لوبغاړي د ځغاستې په ۴۰۰ مترو کې نړيوال ريکارډ ټينگ کړى دى خو د مډالونو د گټلو له پلوه چين پرمخ روان دى.

د لندن د پارالمپيک يا معلولينو په لوبو کې د هېوادونو ترمنځ سيالي تېزه شوې ده.

چينايي لوبغاړي د ٢٤ سرو زرو، ١٦ سپينو زرو او ٢٢ ژيړو مډالونو په گټلو سره تر ټولو مخکې روان دي.

کوربه هېواد برتانيا چې د مډالونو د ترلاسه کولو له پلوه پرون يې د مډالونو په لست کې دوېيم ځاى درلود، نن (سپتمبر/۲) څلورم ځاى ته کښته شوی دی.

استراليا د سرو زرو د ١٢ ، د سپينو زرو د٦ او ژيړو د ١٤ مډالونو په تر لاسه کولو سره د مډالونو په لست کې دوېيم ځاى خپل کړى دى.

اوکرایين هم ښه ځلېدلى او د مډالونو په لست کې درېيم ځاى لري.

دغه هېواد په ټوله کې ٢٥ مډالونه گټلي دي چې ١١ يې د سرو زرو، ٦ يې د سپينو زرو او ٨ يې د ژيړو مډالونه دي.

تراوسه پورې په ځينو لوبو کې نوي ريکارډونه هم ټينگ شوي دي.

يوې ۱۷ کلنې برتانوۍ ايلي سيمونډس (Ellie Simmonds) د لامبو په ۴۰۰متريزه سيالۍ کې د سرو زرو د مډال په گټلو سر بېره نوى ريکارډ ټينگ کړى دی.

دې په دې برخه کې د پخواني ريکارډ له وخته پنځه ثانيې مخکې ټاکلى واټن لنډ کړ.

د جنوبي افريقا معلول لوبغاړي اوسکار پيستوريس (Oscar Pistorius) بيا د ځغاستۍ د ۴۰۰ مترو په سيالۍ کې نړيوال ريکارډ تينگ کړ.

ده تر اوسه پورې د سرو زرو درې مډالونه گټلي دي او په پام کې ده چې نن ماخوستن د ځغاستې په ۱۰۰ مترونو کې سيالي وکړي.

اټکل کيږي چې نوموړى په دې سيالۍ کې له امريکايي لوبغاړي بليک ليپير (Blake Leeper) او برازيلي لوبغاړي کاردو سواو ليويرا(Cardoso Oliveira) سره مخامخ شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .