د پاکستان کریکټ ملي لوبډله

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
د پاکستان کریکټ لوبغاړي

د پاکستان کریکټ ملي لوبډله په ټوله نړۍ کې هغه یوازینۍ لوبډله ده چې د ګټې او تاوان پرېکړه تل له لوبېدو وړاندې کوي.

هغه د چا خبره، په ښه ورځ ښه لوبېږي او چې کله یې بده راشي نو داسې لوبیږي ته وا د کریکټ هېڅ ډول تاریخچه نه لري.

دغې لوبډلې ځو ځلې نړیوال جام په سیالیو کې ونډه اخیستې او د کریکټ په تاریخ کې یو ښه نوم لري.

په ۱۹۹۲ کال کې یې د ۵۰ اوریزو سیالیو او په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې یې د شل اوریزو سیالیو اتلولي ترلاسه کړې ده.

د ۲۰۱۲ کال په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې په اسان ګروپ کې ونډه لري او لومړنۍ سیالي یې د نیوزیلنډ پر وړاندې ده چې د سپین یا ورو توپ اچوونکو په واسطه به ستره ستونزه ورته جوړه کړي او ګومان کیږي چې نیوزیلنډ لوبډله به ونه شي کولای تر ۱۳۰ منډو پورته هدف وټاکي او یا هم د پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره پوره کړي.

د توپ وهنې یا بیټنګ په برخه کې پاکستان لومړي ځل لپاره ښه لوبډله چمتو کړې ده چې مشري یې د محمد حفیظ پر غاړه ده.

ورسره په څنګ کې به ناصر جمشید، عمران نذیر او یا هم کامران به لوبیږي او په منځ کې یې ډېر داسې لوبغاړي شته دي جې غټو شاټونو صلاحیت لري.

بې ساری

له دې سره سره، سید اجمل، شاهد اپریدی، محمد حفیظ او نوی ځوان رضا حسین د ورو توپ اچونې (سپین بال) په برخه کې داسې لوبغاړي دي چې د دنیا په کچه ساری نه لري.

دويمه لوبه به یې د بنګله دیش پر وړاندې وي چې دا به هم پاکستان لوبډلې ته یوه اسانه لوبه تمامه شي.

په دغه لوبډله کې یوازې نصیر، تمیم اقبال او شکیب الحسن هغه لوبغاړي دي چې د لوړو شاټونو صلاحیت لري حال دا چې نور داسې لوبغاړي نه لري چې پاکستانۍ لوبډلې ته کوم ډول ستونزه جوړه کړای شي.

د پام وړ خبره دا ده چې د پاکستان لوبډله د نامعلوم موسم په څیر هر وخت ګډوډیدای شي خو لوبډلې ته په کتو سره ګمان کیږي چې تر نیمه پایلوبې پورې به لاره ومومي او په زړه پورې لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .