د لندن پارالمپیک لوبې پایته ورسېدې

د خپريدو وخت: 04:11 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

د اولمپیک او پارالمپیک راتلونکې لوبې به څلور کاله وروسته د برازیل په ریو دي جنیرو ښار کې ترسره کیږي.

په لندن کې د پارالمپیک یا معلولینو د اولمپیک لوبې تېر ماښام د شاندارو مراسمو په ترسره کېدو سره پاي ته ورسېدې.

پرون ماښام همدې مراسمو ته شیبې شمیرل کېدې.

خو بالاخره د خلکو د انتظار شیبې پاي ته ورسیدې او د پاي مراسم په شاندارو توګه پیل شول.

د دې مراسمو له پیل سره سم د برتانیا ملي سرود وغږول شو او بیا یو د بل پسې نندارې وړاندې شوې چې په لوبغاړلي کې د زرګونو کسانو له چکچکو سره بدرګه کیدې.

بېلابېلو هنرمندانو سندرې ویلې او د خلکو داد یې واخیست.

په لندن کې د پارالمپیک لوبې د تېرې اګست میاشتې پر ۲۹ مه له شاخوا ۱۵۰ هېوادونو نه د څه باندې څلورو زرو لوبغاړو په ګډون پیل شوې وې.

د پارالمپیک په لوبو کې چینايي لوبغاړي د سرو زرو د ډیرو مډالونو په ګټلو له نورو مخکي شول.

چینايي لوبغاړو ۹۵ د سرو زرو مډالونه خپل کړل.

په دوهم مقام کې روسیي لوبغاړي راغلل چې د سرو زرو ۳۶ مډالونه یې وګټل. له روسیي لوبغاړو سره دسرو زرو د دوو مډالونو په توپیر بریتانوي لوبغاړو دریم مقام وګاټه.

په دې لوبو کې له افغانستانه یوازې یوه د وزن پورته کولو لوبغاړي فهیم رحیمي ګډون درلود خو ونه ځلید.

"د لوبو د پای شېبې ۷۵۰ میلیونه خلکو د تلوېزیونونو پر پردو ولیدې."

په دې لوبو کې ۲۵۰ نړیوال ریکارډونه ټینګ شول چې یو پکې د برتانیا ډیویډ ویر و چې په ناسته د بایسکل ځغلولو په سیالۍ کې یې د سرو زرو مډال خپل کړ ځکه چې دا د نوموړي دریم ځل و چې پرله پسې د سرو زرو مډال یې وګاټه.

په لندن کې د پارالمپیک لوبو تنظیموونکي وايي پر خپلو لوبغاړو ویاړي چې ۳۴ د سرو زرو مډالونه یې وګټل.

د همدې چارواکو وینا ده چې د دې لوبو د نندارې لپاره شاخوا درې میلیونه تکټونه پلورل شوي وو.

د لوبو د پای شېبې ۷۵۰ میلیونه خلکو د تلوېزیونونو پر پردو ولیدې.

ډیری هغه لوبغاړي چې د معلولینو په اولمپیک لوبو کې ونه ځلیدل وايي ښه هرکلي یې وشو او داسې انګیري چې په کلنۍ رخصتۍ لندن ته راغلي وو.

د اولمپیک او پارالمپیک راتلونکې لوبې به څلور کاله وروسته د برازیل په ریو دي جنیرو ښار کې ترسره کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .