د جنوبي افریقا کریکټ لوبډله

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391
د سوېلي افریقا کریکټ ټیم

نړیوال ریکارډ ته په کتلو سره، جنوبي افریقې ۴۴ نړیوالې سیالۍ کړې دي چې له یادې شمېرې څخه یې ۲۹ ګټلي دي.

له هرې سیالۍ وړاندې تمه کیږي چې لوبډله د بریا په لور روانه ده او لوبډله ده خو نیمه پایلوبې ته له رسېدو سره سم داسې انګیرل کېږي چې لوبډله هېڅ د لوبډلې په توګه نه ده او د کریکټ یوې نوې لوبډلې سره ورته والی لري.

زما په شمول ټولې نړۍ ته د حیرانتیا خبره دا ده چې دومره ښه لوبډله څنګه په شا ځي که څه هم په هر لحاظ پوره لوبډله ده او په هر حالت کې دغه لوبغاړي په خپل ځای ښې لوبې کوي.

د کریکټ له پیله په زړه پورې تیز توپ اچوونکي لري، د فیلډنګ په برخه کې هم تکړه دي او مناسب بیټنګ لاین هم لري.

په ۱۹۹۲ کال کې د بندیز مودې له پوره کېدو وروسته په نړیواله کچه غوره لوبې وکړې او په یو ورځنیو سیالیو کې یې تر نیمه پایلوبې لاره پیدا کړه.

د پام وړ خبره دا ده چې جنوبي افریقا مدام د کورني کریکټ څخه ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي ورکوي.

په لوبډله کې جیک کیلس، ډي ویلییرز، ډومیني او ډیسټین په څیر تکړه لوبغاړي لري او تمه کیږي چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې به غوره لوبې وکړي.

لومړۍ سیالي یې د زمبابوې پر وړاندې ده چې په اسانۍ به یې وګټي او دوهمه سیالي یې چې د سریلانکا پر وړاندې ده، ګواښونکې سیالۍ ته به ورته والی لري خو زما په اند ګټه به یې د جنوبي افریقا په لوري وي.

نړیوال ریکارډ ته په کتلو سره، جنوبي افریقې ۴۴ نړیوالې سیالۍ کړې دي چې له یادې شمېرې څخه یې ۲۹ ګټلي دي.

له دې څخه دې نتیجې ته رسېږو، چې جنوبي افریقا د شل اوریزو سیالیو لپاره یوه ښه لوبډله ده او د نړیوال جام ګټلو پوره چانس لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .