شاهد اپريدى د کال په غوره ټیم کې ځاى شو

د خپريدو وخت: 18:13 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

د پنځه ورځنيو لوبو غوره لوبډله هم په دې وروستیو کې اعلان شوې وه چې د پاکستان يو لوبغاړى په کې نه و.

د روان ميلادي کال د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په غوره لوبډله کې شاهد اپريدى، سعيد اجمد، مهندر سينگ دوني شامل شوي دي.

د کرېکټ د نړيوالې شورا له خوا د ٢٠١٢ کال د يو ورځنۍ لوبډلې په غوره شوې لوبډله کې د اسيا د لويې وچې اووه لوبغاړي ځاى شوي دي چې په هغو کې شاهد اپريدى هم شته.

د پاکستان سعيد اجمل، د هند مهندر سينگ دوني، ويروت کولي او گوتم گهمبير او د سریلنکا سنگاکارا او لست ملينگا هم په دې ځانگړې لوبډله کې شامل دي.

د انگلستان اليستر کوک او سټيفن فېن د استراليا مايکل کلارک او د سويلي افريقا تېز بالر مورني مورکل دا لوبډله بشپړوي.

د کرېکټ د نړيوالې شورا له خوا د دغې لوبډلې د غوره کوونکيو له ډلې د ويسټ انديز پخواني لوبغاړي کلايو لاويد وويل د داسې لوبډلې ټاکل اسانه نه دي خو دوى هڅه کړې ده چې تر ټولو ښه لوبغاړي په کې ځاى کړي.

لاويد زياته کړه چې په دې لوبډله کې د شپږو هېوادونو لوبغاړي شامل دي چې خورا ډېره تجربه لري او په هر ډگر کې ځلېدلي دي.

د پنځه ورځنيو لوبو غوره لوبډله هم په دې وروستیو کې اعلان شوې وه چې د پاکستان يو لوبغاړى په کې نه و.

په هغه پرېکړه د پاکستان پخواني لوبغاړي غصه شوي وو او ويل يې سعيد اجمل بايد ورته غوره شوى واى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .