سريلنکا اى ته په ماتې ورکولو افغان لوبغاړو څه وموندل

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391

بالرانو هم د سريلنکا اى ټوله لوبډله وسوځوله.

په ۲۰ اوريزو لوبو کې په ٥١ منډو برى داسې دى لکه په يو ورځنۍ لوبه کې چې څوک تر ١٠٠ په ډېرو منډو کاميابي ومومي.

په افغان لوبډله کې نبي ٥١، اصفر ٥٠ او شهزاد ٤٨ منډې وکړې، پنځوسيزې په ۲۰ اوريزو لوبو کې د يو ورځنيو تر سليزو کمې نه بلل کيږي.

افغان لوبډلې په خپلو ۲۰ اوورونو کې ٢٠٧ منډې وکړې چې له يوۀ پام وړ ټيم سره يې دا تر ټولو ډېرې دي.

بالرانو هم د سريلنکا اى ټوله لوبډله وسوځوله.

کيچونه ونيول شول او تر اصلي لوبو وړاندې د چمتووالي لپاره تر ټولو غوره هڅه ترسره شوه.

ډېر په دې باور دي چې افغان لوبډله که لوبه بايلي نو د بېټېنگ يا منډه جوړولو په ډگر کې به گوزار خوري.

په بالينگ کې هم د حميد حسن ټپي کېدا او لا تر اوسه ور څخه په پوره مانا نه رغېدلو سر خوږى جوړ کړى دى.

افغان لوبډلې د پيل لوبغاړي په صفر وبايله او دوېيم کس يې هم بې له منډو لاړ.

په ويسټ انډيز کې د ۲۰ اوريزو سياليو په ترڅ کې په پرله پسې ډول وليدل شول چې افغان لوبډله ښه پيل نه شي موندلى.

د ښه پيل يا اوپننيگ نشتوالى پر ټولې لوبډلې فشار اچوي.

له کمزورو لوبډلو سره ښايي د منځ لوبغاړي لوبه کابو کړي چې دا ځل يې له سريلنکا اى سره وکړل خو د ٢٠٠٧ کال د ۲۰ اوريزو او د ٢٠١٠ کال د ۲۰ اوريزو نړيوالو اتلان ښايي دا موقع ورنه کړي چې له خوړلي گوزاره ژر کابو شي.

د بالېنگ په ډگر کې شاپور ځدران د سريلنکا غوندې ميدانونو کې ښايي وځورول شي.

سريلنکا اى په لومړي اوور کې پرې درې څلوريزې، درېيم اوور کې څلور څلوريزې او څلورم هغه کې يوه څلوريزه ووهله او په ترسره کړيو ٢٤ توپونو يې ورڅخه ٤٢ منډې واخيستې.

د دولت ځدران په نابشپړو څلورو اوورونو کې درې څلوريزې ولگېدې چې د منلو وړ دي خو له دۀ سره که حميد حسن نه وي ښايي افغان لوبډله په دې فکر وکړي چې تر بل تيز بالر سپين يا ورو بالر ورته غوره دى او که لا پر

گلبدين نايب تکيه وشي او بل منډه جوړونکې پر لوبډلې ور زيات شي.

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې افغان روزونکي به يې په راتلونکو ورځو کې د ځواب هڅه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .