کرېکټ اتلوليو کې د افغانستان لوبه څرنگه وه؟

د خپريدو وخت: 10:28 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

راب کي زياتوي چې دغه حالت يوازې هغه وخت بدلېږي چې لوبغاړي دغه ډول ډېرې لوبې وکړي او يا هم فوق العاده عصاب ولري.

د کرېکټ لوبې مشهوره خبره ده چې " کيچونه گټي ميچونه". افغان لوبغاړو له هند او انگلستان سره لږ تر لږه شپږ کيچونه وغورځول.

دوه کاله وړاندې د ۲۰ اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې د افغانستان د توپ ټولولو يا فيلډېنگ برخه خورا ښه گڼل شوې وه.

اوس ولې ظاهرآ خرابه شوه؟

په ٢٠١٠ کال کې له وېکټ ساتونکي پرته نوروز منگل او محمد نبي کيچونه اخيستي و او يو کيچ د شاپور ځدراڼ په برخه شوى و.

دا ځل هم نوروز او نبي کيچونه ونيول. په دې حساب ځانگړى بدلون، ښه والى يا بد والى نه دى راغلى بلکې کيسه هغه وه چې ده.

د انگلستان پخواني لوبغاړي او د کېټ کاونټي کپتان راب کي وايي: " کيچ نيول په تش ميدان کې اسانه دي، په کلب کې اسانه دي، چې فشار نه وي اسانه دي خو چې ۱۰ زره نندارچيان درته ناست وي او توپ له خورا لوړ ځايه درته راکوزېږي، شېبه په شېبه درته خبره لوېږي او نيول يې گرانيږي."

راب کي زياتوي چې دغه حالت يوازې هغه وخت بدلېږي چې لوبغاړي دغه ډول ډېرې لوبې وکړي او يا هم فوق العاده عصاب ولري.

پخواني انگرېز لوبغاړي د نړۍ د يوۀ تکړه ستوري کېوېن پيټرسن مثال ورکوي چې په ٢٠٠٥ کال کې يې په لومړي ځل په پنځه ورځنيو يا ټسټ لوبو کې لوبه کوله.

پيټرسن د انگلستان له خوا لوبېده او سياله ډله استراليا وه، دۀ پنځه شپږ کيچونه په لومړنيو څلورو لوبو کې وغورځول.

خو له هغه راهيسته يې په لسگونو نور، چې لا سخت هم وو ونيول.

د راب کي په وينا د کېچ نيولو په برخه کې نه روزونکی څه کولى شي او نه بل څوک، دا هر څه په تجربه پورې ده چې د دۀ په وينا يې لا افغان لوبغاړي نه لري.

د منډو برخه

د دوه کاله پخوا په پرتله افغان منډه جوړونکو لږ تر لږه د ځينو تېزو بالرانو پر وړاندې ښه لوبه وکړه.

هغه مهال افغان لوبغاړو يا څلوريزې او شپږيزې وهلې او يا يې هم توپ دراوۀ.

دا ځل يې په لوبه کې جوت توپير وليدل شو.

له هند سره په لوبه کې افغان لوبډلې ٥٨ توپونه داسې ولوبول چې يوه منډه پرې ونه شوه.

هندي لوبغاړو په همدې لوبه کې ٥٢ توپونه ضايع کړي وي.

د حميد حسن په نشتوالي کې افغان بالران ښه وځلېدل.

افغان لوبغاړو د هندي سيالانو غوندې څلور شپږيزې وهلې وې او په څلوريزو کې يوازې دوه ترې شاته پاتې وو.

د انگلستان يو پخوانى تېز بالر کوک وايي افغان لوبغاړو ښايي پخوا له دومره تېزو او د بېلا بېلو چلونو له بالرانو سره لوبه نه وي کړې او همدا ښايي اصلي علت وي چې دوى دلته په کې ډېر ونه ځلېدل.

د کوک په وينا د نړۍ له هغو هېوادونو چې پنځه ورځنۍ لوبې کوي ور ها خوا په نورو هېوادونو کې د اشورين په څېر له چلونو ډک سپنر نشته او د فين غوندې تېز بالر په کې څوک نه شي موندلى.

افغان لوبغاړي که په دوو کلونو کې يو وار له داسې بالرانو سره مخامخېږي ارو مرو به ورسره ستونزه لري خو که په پرله پسې توگه ورسره لوبه وکړي توپير به يې ژر څرگند شي.

بالېنگ

د حميد حسن په نشتوالي کې افغان بالران ښه وځلېدل.

که حميد حسن واى ښايي هند او انگلستان هغومره منډې نه واى کړې چې اوس يې وکړې.

خو په لوبه کې ټپي کېدل شته او څوک يې پلمه کولى نه شي.

شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ د ډېرو پام ځن ته ور واړاوۀ.

شاپور له نوي توپ سره او دولت په نوي او زاړۀ دواړو ښه بالېنگ وکړ.

د افغانستان سپين بالران هم وځلېدل خو له دواړو سره د فيلډېنگ ضعف ملگرتيا ونه کړه.

بدلون ته اړتيا

هره لوبډله، که نړيواله اتله وي او که تر ټولو وروسته پاتې وي، له ماتې وروسته د بدلون په فکر کې وي.

ډېر کله دغه بدلونونه بې ځايه وي، د نا ارامه زړۀ د صبر په هيله ترسره کيږي خو کله نا کله په رښتيا د لوبډلې ضعف موندل شوى وي او د اصلاح په هيله په کې بدلون راځي.

د خوالۀ په رسنيو کې ډېرو افغانانو د ځينو لوبغاړو د تقاعد غوښتنه کړې ده.

ممکنه د ځينو په برخه کې دا خبره پر ځای وي خو تر هغو چې ښه او مناسب بديل نه وي، بدلون تش د بدلون په هيله سمه خبره ښايي نه وي.

ځينو د روزونکو خبره کړې ده.د نړۍ تر ټولو ستر روزنکي هم د هغو تېروتنو مخه نه شي ډب کولى چې لوبغاړي يې د تجربې د نشتوالي له امله کوي.

د ١٩ کلنو افغان ملي لوبډلې روزونکی د استراليا پخوانى لوبغاړى او د پاکستان په گډون د گڼو لويو لوبډلو روزونکی جيف لارسن و.

د هغه په شتوالي کې د ١٩ کلنو لوبډلې د پنځه ورځنيو يا ټسټ ميچونو حق لرونکو يوه ټيم ته هم ماتې ور نه کړاى شوه.

بله بېلگه يې د راشد لطيف ده چې د پاکستان پخوانى کپتان او ښه روزونکی و خو د هغه په روزنه افغان لوبډلې په پاکستان کې د هغه هېواد دويم نمبر ټيم ته په درو لوبو کې ماتې ور نه کړاى شوه.

دليل د روزونکي نه دى بلکې د لوبغاړو د تجربې دى چې يوازې په پرله پسې لوبو او ماتو يې موندلى شي.

بنگله دېش له تېرې يوې لسيزې پنځه ورځنۍ لوبې کوي خو يوازې دوه درې لوبې يې گټلي چې هغه هم د ويسټ انډيز اعتصاب ځپلې لوبډلې او زمبابوې سره وې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .