شهزاده مسعود د کریکټ بورډ مشر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 11:32 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
شهزاده مسعود

شهزاده مسعود د کریکټ بورډ مرستيال او د افغان ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود دى.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال ددغه هېواد د کریکټ بورډ له مشرۍ نه استعفا ورکړه.

د کریکيټ بورډ وياند نصرت وفا بي بي سي ته ويلي دي چې افغان ولسمشر د ښاغلي زاخيلوال استعفا ومنله.

اړوند چارواکي وايي چې نن (دوشنبه/اکتوبر ۱) به د کریکټ بورډ نوى مشر د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دنده پيل کړي.

د افغانستان د کرکيټ بورډ يوۀ بل چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط بي بي سي ته ويلي دي چې گواکې نوى مشر د کریکټ بورډ مرستيال او د افغان ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود دى.

د کریکټ بورډ فیسبوک وېبپاڼې ویلي چې د قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د کریکټ بورډ عمومي مرستیال شهزاده مسعود د افغانستان د کریکټ بورډ نوی عمومي مشر ټاکل شوی.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال خپله تر دې مهاله نه دي ويلي چې ولې يې د افغانستان د کرکيټ بورډ له مشرۍ نه لاس واخست، خو د افغانستان کریکټ بورډ د چارواکو د خبرې له مخه ښاغلي زاخيلوال ويلي دي چې د خپلو شخصي بوختياوو له کبله نه شي کولاى چې نور د کرکيټ بورډ مشر پاتې شي.

افغان کریکټ بورډ داسې انگيري چې د ښاغلي زاخيلوال په تلو سره يوه تشه رامنځ ته شوه چې دوى به يې د ډکېدو هڅه کوي.

اړوند چارواکي وايي چې ښاغلي زاخيلوال په ټولو برخو او ځانگړي ډول د مالي ملاتړ په موندو کې بريالى و.

ښاغلى زاخيلوال د نژدې دريو کلونو لپاره د افغانستان د کریکټ بورډ مشر پاتې شو چې په دې ترڅ کې يې په کابل او ننگرهار کې د کریکټ دوه نړيوال لوبغالي جوړ کړل چې پر هر يوه يې تر يو ميلون ډير لگښت راغلى دى.

سربېره پر دې يې په مزار شريف، کندوز، سمنگان، او تخار ولايتونو کې هم د کریکټ لپاره وړ لوبغالي جوړ کړي دي.

څارونکي وايي چې د ښاغلي زاخيلوال په مشرۍ افغان کريکټ ښه پرمختگ وکړ او گڼې سيالۍ يې وگټلې کتى به شي چې د هغه استعفا به پر افغان کریکټ څه راز اغېز کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .