افغانستان په کرېکټ کې عمان ته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 14:37 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

د افغانستان کپتان نوروز منگل بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ويلي و چې دغه لوبډلې کمزورې نه بولي او هيله يې دا ده چې د اتلولۍ کپ پورته کړي.

د اسيا د کرېکټ شورا په اتلوليو کې افغان لوبغاړو خپله دويمه لوبه له عمان څخه په ٧٤ منډو وگټله، محمد شهزاد په دې لوبه کې سلیزه وکړه.

عمان د پچې تر گټلو وروسته افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه.

تر ٣٥ اوور پورې عماني لوبغاړو يو کس نه و سوځولى او ښايي په دې فکر اخته و چې افغان لوبغاړو ته د منډو بلنه يې لويه تېروتنه وه.

محمد شهزاد او کريم صادق د ١٨٤ منډو ملگرتيا درلوده چې کريم ټپي شوى له لوبې ووت او له هغه لږ وروسته شهزاد د ١٠٠ منډو له بشپړولو سره سم وسوځېد.

کريم صادق ٨٤ منډې کړې وې.

له دغو دوو لوبغاړو وروسته افغان لوبډله ټکنۍ ښکاره شوه.

هيله د ٣٠٠ منډو وه خو د اتو لوبغاړو په سوځېدا يې ايله ٢٦٨ منډې وکړې.

په ځواب کې عمان ښه پيل نه درلود خو په منځنيو اوورونو کې ټينگ شول او داسې ښکارېده چې ښه سيالي به وکړي.

خو دولت ځدراڼ درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول او په دې توگه يې افغانستان ته د ٧٤ منډو برى ور په برخه کړ.

د افغانستان کپتان نوروز منگل بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ويلي و چې دغه لوبډلې کمزورې نه بولي او هيله يې دا ده چې د اتلولۍ کپ پورته کړي.

افغانستان به په اې گروپ کې خپله وروستۍ لوبه له بوټان سره کوي چې خورا اسانه ښکاري.

د چارشنبې په ورځ (اکتوبر/څلورمه) افغانستان ماليزيا ته په ٣٦ منډو ماتې ورکړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .