کریکټ: افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

فغانستان ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د اسيا د کرکټ ايليټ کپ په سياليو نن په خپله پرله پسې څلورمه لوبه کې بوتان ته ماتې ورکړه.

د ايشا كپ د سیالیو په لړ کې افغانستان په پرله پسې توګه څلور لوبې وګټلې.

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، په نننۍ لوبه کې افغانستان له بوتان سره لوبه وکړه د لوبې پچه بوتان وګټله او منډې یې وکړې.

بوتان په ۳۷ اعشاریه څلور بالونو د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان ټاکل شوی هدف د دیارلسم اور په دویم بال پوره کړ .

په دې لوبه کې نوروز منګل د درې شپږیږو او اووه څلوریزو په مټ ناسوځېدلی ۵۸ منډې جوړې کړې ګلبدین نایب ۳۴ منډې او دبوتان دوه لوبغاړي وسوځول.

په بالینګ کې سید شیرزاد دبوتان پنځه لوبغاړي شاپور ځډران، جاوید احمدي او نوروز منګل یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په دې ډول، افغانستان ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .