کابل کې په لومړي ځل مسلکي سوک سيالي کيږي

د خپريدو وخت: 14:47 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

حمید رحیمي په ۱۹۹۸ کال کې سوک وهنه پیل کړه.

افغان سوک وهونکی حمید رحیمي د سې شنبې په ورځ (اکتوبر/ ۲۹ مه) له خپل تانزانیايي سیال سره سیالي کوي.

دواړه سیالانو په خپل وار لسګونه سیالۍ کړي او د نړیوالې اتلولۍ لقبونه يې ترلاسه کړي دي.

افغان اتل سوک وهونکی حمید رحیمي په ۱۹۸۳ کال کې په کابل کې زېږېدلی چې په نهه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د جرمني هامبورګ ښار ته کډوال شو.

له کوچنیوالي یې له مبارزې او سوک وهلو سره مینه لرله، او دا باور یې درلود چې کولای شي د خپلو مټو په وسیلې مشهور شي.

حمید رحیمي په ۱۹۹۸ کال کې سوک وهنه پیل کړه.

خو په ۲۰۰۵ کال کې یې حرفوي سوک وهلو ته مخه کړه چې بیا يې په ۲۰۰۷ کال کې د یوه آماتور سوک وهونکي په توګه په سیالیو کې ګډون پیل کړ.

ښاغلي رحیمي تر دې دمه شاوخوا ۲۰ سیالۍ کړي دي چې ډېری یې ګټلې دي.

ښاغلي رحیمي شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د سوک وهنې روسي اتل روسلان رودویچ مات کړ او د سرو زرو کمر بند یې خپل کړ.

تېر کال ولسمشر کرزي د حمید رحیمي د اتلولیو په ویاړ هغه ته د میر مسجدي خان مډال هم ورکړ.

رحیمي داسې سیالۍ هم کړي چې په کې تر ۳۰ زره زیات مینه وال راټول شوي وو، چې ښه په کې ځلېدلی دی.

رحیمي چې په جرمني کې ژوند کوي د دغه هېواد د منځني وزن د ۴۴ حرفوي سوک وهونکو په کتار کې اتم ځای لري.

شپږ ځلې یې خپل حریفان له پښو غورځولي یا ناک اوټ کړي دي.

۲۳ کلن سید ایمبلوا د تانزانیا هېواد اوسېدونکی دی چې په منځنۍ کچه سوک وهنې کې نړیوال اتل دی.

ښاغلي ایمبلوا یو ۳۰ سیالۍ کړي چې له هغې ډلې یې ۱۹ ګټلي.

د دغو سیالیو نوم د سولې لپاره جګړه ده.

ښاغلی ایمبلوا وايي دی ژمنه کوي چې د سیالۍ ګټونکی به وي، خو د ښاغلی رحیمي جرمن روزونکی وايي رحیمي به خپل سیال په لومړیو پړاونو کې له پښو وغورځوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .