افغان سوک وهونكي حميد رحیمي خپل سیال مات کړ

د خپريدو وخت: 18:18 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

تانزانيايي ۲۳ کلن لوبغاړي هڅه کوله چې د رحيمي ګوزارونه په خندا تېر کړي.

دا لوبه تر لوبې ډېره په خپل سمبوليک نوم مشهوره شوې وه.

سيالي د سولې لپاره پر جنګ نومول شوې وه خو د سوک وهنې له دوديزو لوبو خلاف تر ډېره دوستانه روانه وه.

تانزانيايي ۲۳ کلن لوبغاړي هڅه کوله چې د رحيمي ګوزارونه په خندا تېر کړي.

ښايي د نندارچيانو د يو اړخيزې هڅونې سيالي يې برابروله.

حميډ رحيمي ارام ښکارېد، داسې شک کېده چې پر ده هم ښايي د ګڼو نندارچيآنو او خپلې خاورې فشار پروت وي.

لوبه تر ډېره ورو روانه وه، سوک وهونکو ګوزارونه نه کړل خو چې ګوزار و هغه د حميد له لوري و.

د هر ګوزار په بشپړېدو نندارچيآنو داسې شور کاوه لکه سيالي چې ختمه وي خو ایمبلوا به وخندل او ان نڅا به يې پيل کړه چې افغان نندارچيان غلي کړي.

لوبه تر اووم پړاوه همداسې لاړه خو په دغه پړاو کې د حميد څو ګوزارونه د مبلوا پر سينه، ژنه او اوږه ولګېدل.

هغه د اوږې د ټپ له امله له لوبې لاس په سر شو.

تر لوبې وړاندې ایمبلوا ويلي و چې رحيمي به په څلورم پړاو کې پرځوي خو هغه خبرې په ټپ او ماتې بابېزې شوې.

حميد رحيمي د سولې جنګ وګاټه، په افغانستان کې يې د سوک د لومړنۍ مسلکي سيالۍ اتلولي خپله کړه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .