احمد اباد لوبه:تر ډېره حده هندي لوبغاړي واکمن دي

د خپريدو وخت: 12:20 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

د انګلینډ لوبډلې د کپتان الیسټر کک په زړه پورې بیټینګ له امله دغه ډله د اننګز له ماتې وژغورل شوه.

له هندوستان سره په احمد اباد کې په لومړي ټیسټ میچ کې د انګلینډ لوبډلې د کپتان الیسټر کوک په زړه پورې بیټینګ له امله د اننګز له ماتې وژغورل شوه، خو ویل کیږي چې پر لوبه اوس هم هندي لوبغاړي واکمن دي.

د څلورمې ورځې د لوبې تر پایه انګریز لوبغاړي وتوانېدل، چې په دویم اننګز(پاړۍ) کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۰ منډې جوړې کړي. په دې توګه انګریز لوبډلې د هندي لوبډلې په پرتله د ۱۰ منډو برلاسی تر لاسه کړ. الیسټر کوک د څلورمې ورځې په اوږدو کې ۱۰۰ منډې بشپړې کړې او کله چې لوبه پای ته ورسېده، نو نوموړی د ۱۰۸ منډو له جوړولو وروسته هم په لوبه کې موجود پاتې و.

له ده سره مېټ پرایر ملګرتیا کوله. دواړو لوبغاړو د شپږم وکټ لپاره د ۱۴۱ منډو شراکت کړی. د یکشنبې په ورځ د انګلینډ لوبغاړو له سوځېدو پرته له ۱۱۱ منډو نه خپل خپل دویم اننګز پیل کړ، نو د ۱۲ منډو له جوړولو وروسته یې د نک کامپټن د سوځېدو په صورت لومړی زیان ولید.

"د هغه اننګز ځانګړتیا د چیتېشور ۲۰۰ منډې او دغه راز د وریندر سهیواګ توپاني ۱۰۰ منډې وې. د دې لوبې په ځواب کې انګریز بېټسمینان د هندي سپین بولرانو په وړاندې خورا ناتوانه معلومېدل او ټوله لوبډله یې له ۱۹۱ منډو جوړولو وروسته له لوبغالي بهر شوه."

نوموړی ظهیر خان ایل بي ډبلیو کړ. دویم انګریز لوبغاړی د ۱۵۶ منډو له جوړېدو وروسته پرګیان اوجها د دهوني په لاس کیچ او وسوځاوه. دغه لوبغاړی جوناتن ټروټ و. له دې وروسته څلور منډې نورې جوړې شوې وې، چې همدې پرګیان اوجها کېون پېټرسن بولډ او له لوبي بهر کړ. د انګرېز لوبډلې دوه لوبغاړي این بیل او سمیت پټېل یو پر بل پسې د ۱۹۹ منډو جوړېدو پر مهال د امېش یادوو پر توپونو وسوځېدل.

سمیت پټیل د ریفري د ناسمې پرېکړې ښکار شو. دی هاغه مهال اوټ وبلل شو، چې د ټیلویزیون پر پرده په څرګند ډول لېدل کېدل، چې توپ یې له بلې سره ولګېد. د دې لوبې په لومړي اننګز کې هندوستان د ۵۲۱ منډو په بدل کې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو اننګز پای ته ورساوه.

د هغه اننګز ځانګړتیا د چیتېشور ۲۰۰ منډې او دغه راز د وریندر سهیواګ توپاني ۱۰۰ منډې وې. د دې لوبې په ځواب کې انګریز بېټسمینان د هندي سپین بولرانو په وړاندې خورا ناتوانه معلومېدل او ټوله لوبډله یې له ۱۹۱ منډو جوړولو وروسته له لوبغالي بهر شوه.

د انګلینډ په فالوان کولو کې هندي بولر پرګیان اوجها اهم رول درلود. نوموړي د ۴۵ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي له لوبې بهر کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .