ملايانو او راهبانو فوټبال لوبه وکړه

د خپريدو وخت: 17:10 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

د کليسا راهبانو دغه لوبه پنځه په درې وگټله.

په بوسنيا کې د يوۀ نوي وړکتون لپاره د پيسو ټولولو په هيله د جوماتونو ملا امامان او د کليساو راهبان سره سلا شول چې دوستانه فوټبال لوبه وکړي.

نيت دا و چې له نندارچيانو به د لوبې د ليدو لپاره يو يورو اخيستل کيږي او دغه پيسې به وړکتون ته سپاري.

تر ٤٠٠٠ ډير نندارچيان لوبې ته ورغلل او هر يوه شاوخوا يو نيم امريکايي ډالر ورکړ چې د بوسنيا په مرکزي ښار زينچيا کې لوبه وگوري.

نندارچيانو د دواړو لوبډلو تود هرکلى او ملاتړ وکړ او د " بوسنيا بوسنيا" چيغې يې ووهلې.

د کليسا راهبانو دغه لوبه پنځه په درې وگټله.

دا لوبه د بوسنيا د مذاهبو گډې کمېټې جوړه کړې وه.

يوۀ مسلمان ملا يعقوب سلکچيا تر لوبې وروسته په ټوکو وويل:

" دواړو غاړو ښه لوبه وکړه خو څوک دې اوس دا شک نه کوي چې د لوبې نتيجه مو سره وار دمخه په درغلۍ جوړه کړې وه"

نژدې دوه لسيزې وړاندې په بوسنيا کې تر ١٠٠ زرو ډير خلک په توکميزې کورنۍ جگړې کې ووژل شول.

خو اوس په بوسنيا کې د بيلا بيلو مذهبونو خلک په گډه سوله ييز ژوند کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .