کرېکټ: د اسټرالیا د مایکل کلارک ځانګړی ریکارډ

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

د کلارک دغه ریکارډ د کرېکټ شنونکي د نوموړي یوه ځانګړې لاسته راوړنه بولي.

د اسټرالیا د ملي لوبډلې کپتان او تکړه توپ وهونکي مایکل کلارک تېره ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې په پنځه ورځنۍ لوبه کې د توپ وهنې په ډګر کې یو نوی ریکارډ ثبت کړ.

نوموړي د سویلي افریقا پر وړاندې په روانه ټېسټ لوبه کې چې تېره ورځ یې لومړنۍ وه ۲۰۰ منډې وکړې، او په دې ډول د کرېکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو چې په یوه لوبیز کال کې یې څلور ځل په لوبه کې له ۲۰۰ زیاتې منډې کړي دي.

دغه لوبه چې د اسټرالیا داېډلېډ ښار د اوول په لوبغالي کې ترسره کېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو لوبو د لړۍ دویمه لوبه ده.

کلارک تردې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم له ۲۰۰ زیاتې منډې کړې وې خو لوبه اسټرالیا و نه ګټله او د پنځو ورځو له هلو ځلو وروسته بې نتیجې پای ته ورسېده.

د اسټرالیا کپتان تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د هند پر وړاندې په دوو پر له پسې لوبو کې له ۲۰۰ زیاتې منډې وکړې. په لومړۍ لوبه کې یې چې د جنورۍ په دریمه نېټه په سډني کې تر سره شوه ۳۲۹ منډې وکړې اوپه دویمې هغې کې یې ۲۱۰ منډې کړې وې.

په دغه سیریز کې استرالیا هند ته څلور صفر ماتې ورکړې وه.

د کلارک دغه ریکارډ د کرېکټ شنونکي د نوموړي یوه ځانګړې لاسته راوړنه بولي.

تردې وړاندې د کرېکټ په تاریخ کې دا ډول ریکارډ کوم توپ وهونکي نه دی جوړ کړی.

سرډان بریډمین چې د کرېکټ بادشاه ورته ویل کېږي او سچن ټنډولکر چې د کرېکټ د نړۍ یو منل شوی بټسمن دی هم په دې نه دي توانېدلي چې په یوه کال کې دې څلور ځله په لوبه کې ۲۰۰ منډې وکړي.

د لومړۍ ورځې د لوبې له پای ته رسېدو د مخه کلارک د ۳۹ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۲۲۹ منډې کړې وې او ناسوځېدلی وو.

د هغه ترڅنګ د اسټرالیا مسټر کرېکټ مایک هسي هم سلیزه پوره کړه او د لوبې په وروستي توپ وسوځېد.

د کلارک او هسي ترمنځ د پنځمې ویکټې لپاره د ۲۷۶ منډو ملګرتیا وشوه.

کلارک په ۲۳۰ منډو وسوځېد، او اسټرالیا په خپلې لومړۍ پاڼې کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو۵۵۰ منډې وکړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .