کابل هینډبال لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شوې

د خپريدو وخت: 07:37 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

ټاکل شوې ده چې دغه لوبې د څلورو نورو ورځو لپاره هم روانې پاتې شي.

د پلازمېنې کابل هینډ بال لوبډلې ته د غوراوي سيالۍ په دغه ښار کې پيل شوې.

د افغانستان د اولمپيک ملي کوميټه وايي چې په دغو سياليو کې د کابل ولايت اته لوبډلې ونډه لري.

لوبې پرون (پنجشنبه/دسمبر ۶) پيل شوي، چې څلور ورځې نور وخت به هم واخلي، په دې ترڅ کې به گډونوال لوبغاړي خپل بختونه و ازمايي،او څوارلس تنه به د کابل ولايت لوبډلې ته لاره پرانيزي.

د افغانستان د اولمپيک د ملي کوميټې وياند مجيب الله رحماني وايي چې دا لوبه شاوخوا نهه څلويښت کاله مخکې په دغه هيواد کې پيل شوې چې وسمهال سربيره پر کابل په لسو نورو ولايتونو کې هم زرگونه لوبغاړي لري.

افغانستان د هینډ بال ښځينه او نارينه لوبډلې لري، چې دواړه يې راروانه اوونۍ نېپال هېواد ته تلونکې دي.

سربېره پر لوبغاړو به يو شمېر افغان روزونکي او لوبڅاران هم په دغو سياليو کې گډون وکړي.

ټاکل شوې چې د نېپال په سياليو کې د لسو هيوادونو د هينډ بال لوبډلې ونډه واخلي.

دغه لوبه فوټبال ته ورته ده خو د پښو پر ځاى په لاسونو کيږي .

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .