مېسي د کال تر ټولو ډېرو ګولونو ريکارډ جوړ کړ

د خپريدو وخت: 04:17 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391
مېسي

مېسي په ۲۰۱۲ کال کې تر اوسه ټولټال ۸۶ ګولونه کړي دي

د اسپانيا برسلونا فوټبال کلب لوبغاړي ليونېل مېسي په يو کال کې تر ټولو ډېرو ګولونو ريکارډ جوړ کړی دی.

ده په ۲۰۱۲ کال کې تر اوسه ټولټال ۸۶ ګولونه کړي دي.

د ارجنټاين دغه ۲۵ کلن لوبغاړي په ۱۹۷۲ کال کې د جرمني ګېرډ مولر ډېرو ګولونو له کچې اوښتی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی، چې د کلب او خپل هېواد ملي لوبډلې دواړو لپاره ګولونه په کې حسابېږي.

مېسي دغه نوی ريکارډ د يکشنبې پر ورځ پر ريال بېټيس د يو په مقابل کې د دوو ګولونو بري سره جوړ کړ، چې د خپلې لوبدلې دواړه ګولونه همده وکړل.

مېسي چې تر اوسه ۳ ځله د نړۍ د کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی، دغه ريکارډ يې په ۶۶ لوبوکې په ۷۴ ګولونو د برسلونا او ۱۲ ګولونو د ارجنټاين لپاره جوړ کړی دی.

دی لا تر اوسه، مخکې له دې چې روان ميلادي کال پای ته ورسېږي، د اسپانيا ليګ کې دوه او د پاچا اتلولۍ سياليو کې يوه لوبه ترمخ لري، چې کېدی شي د خپلو ګولونو پر شمېر په کې نور هم ورزيات کړي.

پخوانی ريکارډ د جرمني ګېرډ مولر په ۱۹۷۲ کال کې جوړ کړی و، چې ۷۲ ګولونه يې په کې خپل کلب بايرن ميونيخ او ۱۳ يې د خپل هېواد هغه مهال لوېديځ جرمني لوبډلې سره کړي وو، او په هغه وخت کې ۲۷ کلن و.

مېسي اوس د فوټبال غوره لوبغاړيو په سر کې هم دی چې د فيفا ۲۰۱۲ کال غوره لوبغاړي جايزه وګټي.

ده د نارينه لوبغاړيو دريو تنو وروستي لست کې ځانته ځای خوندي کړی، چې د کلب لوبډلې انډرېس اېنيېسټا او د ريال ماډرېد کريسټيانو رونالډو هم ورسره دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .