ناګپور: د انګلستان لوبډلې د لوبې پیل پیکه و

د خپريدو وخت: 11:29 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

کپتان کوک د هندوستان په اوسنۍ دوره کې تر اوسه پورې خورا په زړه پورې لوبه کړې، خو په دې لوبه کې ونه ځلېد.

د انګلستان او هند تر منځ په څلورمه او وروستۍ ټیسټ لوبه کې، چې په ناګپور ښار کې تر سره کېږي، انګلستان پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپ وهلو پرېکړه وکړه، خو پیل یې ډېر خوندور نه و.

د کیون پېټرسن پر مټ د ډوډۍ له دمې تر څه ځنډ وروسته پورې انګلستان د درې لوبغاړو د سوځېدو په بیه ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

له ټاس ګټلو وروسته د انګلستان اوپنران ونه توانېدل، چې پیاوړی پیل وکړي او د دوو لوبغاړو په سوځېدو یې ایله ۱۶ منډې جوړې کړې.

د انګلستان له لوبغاړو څخه لومړی کومپټن وسوځېد، چې د ایشانت شرما په توپ د وکټ ساتونکي مهندرسنګ دهوني په لاس وسوځېد.

دویم سوځېدونکی لوبغاړی د انګلستان کپتان الیسټر کوک و، چې یوازې یوه منډه یې جوړه کړه. دی هم ایشانت شرما اوټ کړ.

کپتان کوک د هندوستان په اوسنۍ دوره کې تر اوسه پورې خورا په زړه پورې لوبه کړې، خو په دې لوبه کې ونه ځلېد. دریم سوځېدونکې لوبغاړی ټراټ و، چې رویندر چډیجا وسوځاوه. نوموړی له ۱۳۳ توپونو سره مخامخ شو او ۴۴ منډې یې جوړې کړې.

دا مهال ایین بیل او کیون پېټرسن لوبه کوي، پېټرسن نیمه سلیزه بشپړه کړې.

د څلورو ټیسټ لوبو په لړۍ کې تر اوسه انګلستان برلاسی دی. په احمداباد کې تر سره شوې لومړۍ لوبه هندوستان ګټلې، خو د ممبۍ او کولکتې په لوبو کې انګلستان بریا تر لاسه کړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .