" ټنډولکر خپله د تقاعد پرېکړې ته پرېږدﺉ "

د خپريدو وخت: 11:24 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

سچن ټنډولکر ناګپور کې د انګلستان او هند تر منځ د کرېکټ د جاري لوبو په لړ کې د وروستي ټیسټ لوبې د لومړۍ پاړۍ پر مهال ایله له دوو منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

د ویسټ انډیز پخوانی کپتان سر رچارډ ویون وايي یوازې سچن ټنډولکر خپله دا پرېکړه کولای شي، چې څه مهال کرېکټ پرېږدي.

۳۹ کلن سچن ټنډولکر د انګلستان په وړاندې په اوسني سیالیو کې ونه ځلېد او له څلور ځله لوبېدو وروسته هم ونه توانېد دوه عددي سکور ته ورسیږي، یو شمېر کارپوهان وايي نوموړی باید اوس کرېکټ پرېږدي.

سچن ټنډولکر ناګپور کې د انګلستان او هند تر منځ د کرېکټ د جاري لوبې په لړ کې د وروستي ټیسټ لوبې د لومړۍ پاړۍ پر مهال ایله له دوو منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

له بي بي سي راډیو سره د خبرو پر مهال ویون رچارډ وویل، چې هیڅوک داسې وړتیا نه لري چې ووايي، نوموړی باید څه مهال لاړ شي.

ټنډولکر د کرېکټ په اړه یو شمېر نړیوال ریکارډونه په خپل نوم کړي چې په کې د ډېرو منډو جوړولو او تر ټولو ډېر سلیزو جوړولو ریکارډونه هم شامل دي.

"کله چې څوک یو ځل تقاعد شي، نو بیا د ډېرې مودې لپاره تقاعد کېږي او دا یو ډول مړینه ده"

ویون رچارډ

د اکتوبر په میاشت کې لومړی ځل ټنډولکر ومنله، چې له کرېکټ سره د مخه ښه کولو په اړه غور کوي.

د نوموړي په خبره دی د خپل راتلونکي په اړه له یوه سیریزه وروسته د بل هغه پر بنسټ فکر کوي.

خو د ویون رچارډ په خیال د ده په څېر وړتیا لرونکي لوبغاړي کولای شي، تر هغه چې غواړي لوبه وکړي.

د نوموړي په خبره"کله چې څوک یو ځل تقاعد شي، نو بیا د ډېرې مودې لپاره تقاعد کېږي او دا یو ډول مړینه ده، په همدې اساس که یو څوک ژوندی وي او له خپل کار نه خوند اخلي، بیا یې په جاري ساتلو کې هیڅ بد نه شته، زه خو همدا وايم"

رچارډ د خپل تقاعد په یادولو سره وویل، زه پوهېږم، ټنډولکر ولې غواړي لوبه جاري وساتي.

د نوموړي په خبره دا ځکه چې ده هم له تقاعد وروسته په ۱۹۹۰ کال کې د ګلیمورګن له خوا په کوانټي کرېکټ کې برخه واخیسته.

رچارډ وايي ماغوښتل له یوې لویې لاس ته راوړنې وروسته لوبه پرېږدم، ما په ۱۹۹۳ کې له ګلیمورګن سره د سنډې لیګ په ګټلو کې مرسته وکړه او زه له همدې خوږو یادونو سره د لوبې له ډګره ووتم.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .