د اروپا د اتلو کلبونو د اتلولۍ مهال وېش اعلان شو

د خپريدو وخت: 12:38 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

ريال مادريد د اروپا د اتلو کلبونو په اتلولۍ کې تر ټولو بريالى کلب دى.

د نړۍ د فوټبال تر ټولو د ډېرو پيسو اتلولي د اروپا د اتلو کلبونو سيالي يا چمپينز ليگ ده چې د فبروري په مياشت کې به يې دويم پړاو پيليږي.

په دويم پړاو کې ١٦ کلبونه پاتې دي چې مهال وېش ورته د پنجشنبې په ورځ ( د دسمبر ٢٠) اعلان شو.

د دويم پړاو په مهال وېش کې د انگلستان مانچستر يونايټيد د اسپانيا له ريال مادريد سره مخامخ شوى دى.

ريال مادريد د اروپا د اتلو کلبونو په اتلولۍ کې تر ټولو بريالى کلب دى.

دوى نهه ځله دغه اتلولي گټلې ده.

مانچستر يونايټيډ درې ځلې دغه وياړ گټلى دى او له مادريد سره په سيالۍ کې به له خپل يوۀ پخواني لوبغاړي کرستيانو رونالدو سره مخامخيږي.

رونالدو کلونه له مانچستر سره لوبه وکړه او بيا د نژدې يو نيم سل ميليونه ډالرو په بدل کې ريال مادريد ته لاړ.

د چمپينزليگ په دويم پړاو کې د اسپانيا بله پياوړې لوبډله بارسلونا د ايټاليا له اې سي ميلان سره مخامخ شوې ده.

د ميسي او گڼو نورو ستورو په شته والي کې ډېر په دې باور دي چې بارسلونا به بريالۍ وي.

د لندن ارسنل د جرمني له بايرن ميونيخ سره سيالي کوي چې خورا په زړۀ پورې لوبه به وي.

بايرن ميونيخ تېر کال د لندن له چلسي څخه پايلوبه په پيناتي هڅو کې بايللې وه.

د ترکيې گلاتسراى د جرمني له شيلکا، د سکاتلند سيلتيک د ايتاليا له يوونتيس سره او د اوکراين له شلکتار دونيسک د جرمني له بورسيا دورتنمند سره لوبه کوي.

د فرانسې يوازينى کلب پريسان ژيمان د اسپانيا له ولينسيا سره او د پرتگال پورتو د اسپانيا له ملاگا سره لوبه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .