د وزلوبې ملي افغان لوبډله جوړه شوه

د خپريدو وخت: 15:05 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

په افغانستان کې وزلوبه سلګونه کاله مخینه لري خو د وزلوبې ملي لوبډله اوس جوړه شوه

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د وزلوبې ملي لوبډله جوړه شوه.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټه وايي د وزلوبې د ملي لوبډلې د جوړولو لپاره د آتو ولایتونو ترمنځ په کابل کې سیالۍ وشوې او د ملي لوبډلې لپاره ۳۰ لوبغاړي غوره شول.

د المپیک د ملي کميټې په وینا د یو پروګرام له مخې غواړي د افغانستان ملي لوبو ته پام وکړي او د امکان ترحده په دې برخو کې ملي لوبډلې جوړې کړي.

سره له دې چې وزلوبه په افغانستان کې زوړ تاریخ لري او له سلګونو کلونو راهیسې په افغانستان کې کېږي دا لومړی ځل دي چې د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې د وزلوبې ملي لوبډله جوړه کړې.

د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټې د چارواکو په وینا د وزلوبې د ملي لوبډلې د جوړولو لپاره له ۱۷ ولایتونو لوبغاړي کابل ته رابلل شوي وو، خو د هوا د خرابۍ له امله یوازې د اتو ولایتونو لوبغاړي راغلل.

د اولمپیک د ملي کمیټې ویاند مجیب الله رحماني وايي د دغو دریو ورځينو سالیو اتلولي د پنجشیر لوبډلې وګټله، دویم او دریم مقام د بدخشان او لغمان ولایتونو ترلاسه کړ.

تر ډېره وزلوبه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کېږي خو اوس د دغه هېواد د المپیک ملي کمیټه وايي په پام کې لري چې دا لوبه د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځووي.

ښاغلی رحماني وايي د المپیک ملي کمیټه په پام کې لري چې د ملي لوبو د ودې لپاره د دا ډول سیالیو یوه لړۍ پیل کړي.

د هغه په وینا په نږدې راتلونکې کې به د اس ځغلولو او نیزه بازۍ د ملي لوبډلو د جوړولو لپاره هم سیالۍ ترسره شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .