افغان تکواندو د فجر نړیوال جام دویم مقام ګټلی

د خپريدو وخت: 05:51 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

افغان لوبډله له ۱۶ لوبغاړو جوړه وه چې اته ښځينه او اته نارينه لوبغاړي يې لرل.

د افغانستان د تکواندو ښځينه او نارينه ملي لوبډله د ايران د فجر نومي نړيوال جام په ترڅ کې دويمه راغله.

نارينه افغان لوبغاړو په دې ترڅ کې يو د سپينو زرو او شپږ د ژيړو مډالونه گټلې دي.

خو نجونې ترې يو گام مخکې وې چې يو د سپينو زرو او لس د ژيړو مډالونه يې گټلي دي.

د ايران د تکواندو فجر جام سيالۍ چې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۱ نېټه د ايران په تهران ښار کې پيل شوې وې اوس پاى ته رسېدلي دي.

افغان لوبډله له ۱۶ لوبغاړو جوړه وه چې اته ښځينه او اته نارينه لوبغاړي يې لرل.

د افغانستان د اولمپيک ملي کوميټه وايي چې افغان لوبډله ددغو برياوو په خپلو سره دويمه راغله،د ياد شوي بنسټ وياند مجيب الله رحماني وايي چې نجونو او هلکانو يو يو د سپينو زرو ډالونه گټلي دي، خو د نارينه لوبغاړو د برونزو مډالونه بيا شپږ او د ښځينه لوبغاړو لس دي.

په دغو لوبو کې د افغانستان په گډون د نهو هېوادونو شپاړسو لوبډلو ونډه اخیستې وه.

د اړوندو چارواکو په وينا منظمې لوبې په دغه هېواد کې ٧٧ کلنه مخينه لري، او تکواندو هغه يوازينۍ لوبه ده چې يوه لوبغاړي يې په دومره موده کې د نړيوال اولمپيک له لوبو دوه د ژيړو مډالونه گټلي دي.

نو پر همدې بنسټ د افغانستان د اولمپيک ملي کوميټه له دغې لوبې سره ډېر زړه تړي.

د تکواندو فدراسيون کابو ۲۱ کاله مخکې د افغانستان د اولمپيک د ملي کوميټې د جوړښت برخه گرځېدلى و او اوسمهال د افغانستان په ټولو ۳۴ ولايتونو کې څانگې لري، چې د اړوندو چارواکو په وينا څه باندې څلويښت زره لوبغاړي په کې په لوبو بوخت دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .