پخوانی انګلیس کرېکټ کپتان ټوني ګرېګ ومړ

د خپريدو وخت: 17:16 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

ټوني ګرېګ په خټه انګلیس خو په سوېلي افریقا کې زېږېدلی او ستر شوی دی.

د انګلستان کرېکټ ټیم پخوانی کپتان اود کرېکټ لوبې وتلی کامېنټېټر (ژوندۍ بڼه تبصره کونکی) ټوني ګرېګ نن (دسمبر/۲۹) د ۶۶ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی له څه مودې راهیسې د سږو په سرطان اخته و.

د اسټرالیا د یوه خبري اژانس د راپور له مخې ټوني ګرېګ د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

نوموړی د روان کال په سپتمبر میاشت کې په دوبۍ کې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ لوبو کې سخت ناروغ شو او روغتون ته ولېږدول شو.

وروسته بیا څرګنده شوه چې نوموړي د سږو سرطان درلود.

ټوني ګرېګ د کرېکټ پر لوبه د تبصرې یو ډېر ځانګړی انداز درلود او د همدغې ځانګرتیا له امله د کرېکټ په مینه والو کې ډېر مشهور و.

ټوني ګرېګ په خټه انګلیس خو په سوېلي افریقا کې زېږېدلی او ستر شوی دی.

په ځوانۍ کې له افریقا څخه بېرته انګلستان ته ستون شو او خپلې ملي لوبډلې لپاره یې په کرېکټ لوبه پیل وکړ.

ټوني ګرېګ په خپل وخت کې د انګلستان کرېکټ لوبډلې ډېر تکړه توپ وهونکی او توپ اچوونکی و.

ټوني ګرېګ د ۱۹۷۲ او ۱۹۷۷ کلونو تر منځ د انګلستان له خوا په ۵۸ پنځه ورځنیو (ټیسټ ) لوبو کې لوبېدلی دی.

نوموړي په ۱۴ لوبو کې د انګلستان کرېکټ لوبډلې کپتان هم پاتې شوی دی.

ټوني ګرېګ په خپل لوبیز ژوند کې ۱۴۱ لوبغاړي سوځولي او له ۳۵۰۰ څخه زیاتې منډې یې کړي دي.

کرېکټ څخه له ګوښه کېدو وروسته ټوني ګرېګ اسټرالیا ته ولاړ او له ناین نېټورک سره یې د کمېنټېټر (په ژوندۍ بڼه تبصره کوونکي) په توګه په کار پیل وکړ.

نوموړی د کمېنټېټر په توګه په خپل ۳۳ کلن کاري ژوند کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته تللی او د کرېکټ په سلګونو لوبو کې یې په ژوندۍ بڼه تبصرې کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .